لښکرګاه ( پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠ ) : د هلمند ولايت مسوولين وايي چې ګډو ځواکونو په دې ولايت کې د عملياتو پر مهال يو طالب قوماندان وژلى او بل يې نيولى دى.
د والي وياند داوود احمدي د ليندۍ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګډو ځواکونو تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ کې د شيندك مانده په سيمه كې عمليات کړي او د د ملاعبدالرازق په نوم د وسلوالومخالفينو يوتن لوړپوړى قوماندان يې نيولى دى.
هغه زياته کړه چې په دې عملياتوكې ډزې نه دي شوي اوچاته كومه مرګ ژوبله هم نه ده اوښتې.
دغه راز نوموړي وويل چې په همدې ورځ ددې ولايت په ناد علي ولسوالى كې د هارون په نوم د وسلوالومخالفينويوتن قوماندان چې ددې ولسوالى دكوپكې اولوى مانده د سيمو عمومي پوځي مسوول و، د ګډوځواكونو په ځانګړيوعملياتوكې وژل شوى دى.
د هلمند ولايت له مقام څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي توکيو سره د مبارزې پوليسو تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ د خشکابې په سيمه کې د تلاشۍ پرمهال په يوه ټراكټوركې ۳۴۰ كيلو ګرامه وچ تارياك له يوه تورن كس سره نيولي دي.