ژبه

د ايساف دوه سرتېري ووژل شول

حکمت

۲۰ لیندی ۱۳۹۰ - ۱۸:۳۷

Views: ۷۹

کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠): د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو په هېواد کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د ايساف ځواکونو له خوا نن (د ليندۍ شلمه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوه سرتېري يې د افغانستان په ختيځ کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

خو د ايساف په خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه  شوى.

د روان زېږديز کال له پيل راهيسې په هېواد کې ٥٤٤ سرتېري وژل شوي، چې يواځې ٤٠٦ يې امريکايان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې تېر زېږديز کال (٢٠١٠)٧١١  تنه او په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې ٥٢١ بهرني پوځيان وژل شوي دي.