کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠): د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو په هېواد کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د ايساف ځواکونو له خوا نن (د ليندۍ شلمه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوه سرتېري يې د افغانستان په ختيځ کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
خو د ايساف په خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه شوى.
د روان زېږديز کال له پيل راهيسې په هېواد کې ٥٤٤ سرتېري وژل شوي، چې يواځې ٤٠٦ يې امريکايان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې تېر زېږديز کال (٢٠١٠)٧١١ تنه او په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې ٥٢١ بهرني پوځيان وژل شوي دي.