ترينکوټ، چاريکار (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٠): د اروزګان او پروان ولايتونو له شاوخوا ١٥٠٠ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د اروزګان د کډوالو چارو رييس عبدالقهار دوست د ليندۍ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يې د دې ولايت پر هغو ۸۵۰ بې ځايه شويو کورنيو خوراکي توکي ووېشل، چې کورونه يې د امنيتي ستونزو له امله له ولسواليو څخه مرکز ترينکوټ ته رابې ځايه شوي وو.
هغه زياته کړه چې يادې شوې مرستې، د ترکيې هېواد په مالي لګښت د کډوالو چارو د وزارت له لوري د دې ولايت پر کډوالو ووېشل شوې.
د نوموړي په وينا، هرې بې ځايه شوې او کډوالې کورنۍ ته ٢٥ کيلو اوړه، ٢٥ کيلو وريژې، پنځه کيلو غوړي او يو کيلو چاى ورکړل شو.
دوست وايي چې په پلان کې لري، په راتلونکو څو ورځو کې پر ١٨٠٠ نورو هغو کورنيو هم مرستې ووېشي، چې له بېلا بېلو سيمو څخه بې ځايه شوې دي.
له کابل څخه راغلي د کډوالو چارو وزارت د بيړنيو حالاتو د څانګې رييس مهر خدا پژواک اژانس ته وويل، چې وزارت يې په پلان کې لري له بې ځايه شويو کورنيو سره په پراخه کچه مرستې پيل کړي.
هغه ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د دې ولايت بې ځايه شويو خلکو ته يو ښارګوټى هم جوړ کړي؛ خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
د تازه ګل په نوم يوه کډوال چې مرستې يې ترلاسه کړې وې، د مننې ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل چې ياده شوې مرسته د دوی لپاره بسنه نه کوي، بايد نورې مرستې هم ورسره وشي.
د يوه بل خبر له مخې، نن د پروان ولايت له بې ځايه شويو کورنيو سره هم د خوراکي توکو او البسه وو مرستې وشوې.
د دې ولايت د کډوالو چارو رييس اقا شيرين خليل پژواک اژانس ته وويل، چې يادې شوې مرستې پر ٧٠٣ بې ځايه شويو کورنيو ووېشل شوې.
نوموړى وايي، چې يادې شوې کورنۍ له بېلا بېلو ولايتونو څخه دې ولايت ته راکډوالې شوې دي.
هغه زياته کړه چې له دوى سره نن د کمپلو، غنمو، د ډبرو سکرو، جاکټونو او ترپالونو مرسته وشوه.
دغه راز نن په بلخ ولايت کې هم د ۲۰۹ شاهين قول اردو ل خوا ۲۰۰ بې وزلو کورنيو سره مرسته وشوه.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال غلام فاروق احمدي پژواک ته وويل چې د امرستې يې د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ له ۲۰۰ کورنيو سره وکړې.
نوموړي زياته کړه، چې هرې کورنۍ ۱۰ کېلو لوبيا، ۵ کېلو بوره، يو قوتی غوړي، يوه بوجۍ وريجي او يو کېلو وېشل شو دي.
د هغه په وينا دا هغه کورنۍ دي، چې د وچکاليو له امله زيانمنې شوي او دوی له وړاندې سروې کړې وي.