ګردېز (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٠): افغان او ناټو ځواکونو تېره شپه په ګردېز ښار کې د ګډو عملياتو پر مهال يوه ښځه وژلې، څلور تنه يې ټپي کړي او د پکتيا ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس يې له دوو زامنو سره نيولى دى.
د پکتيا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د رييس ډاکتر حفيظ الله احمدزي د کورنۍ يوه غړي يوسف احمدزي د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د شپې په دوه نيمو بجو ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ايساف ځواکونو له کورنيو ځواکونو سره په ګډه د ډاکتر حفيظ الله پر کور عمليات ترسره کړل او هغه يې له دوو زامنو سره بوت.
د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو پر مهال ډزې هم شوې، چې له امله يې پنځه مېرمنې ټپيانې شوې، چې وروسته يوې ټپي ښځې ساه ورکړه او يوه بله هم د کوما په حالت کې ده. ده.
يوسف احمدزي وويل، چې له ډاکتر حفيظ سره د هغه نيول شوي زامن يو يې زده کوونکى او بل يې په ګردېز ښار کې درملتون لري.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد ذکريا پژواک اژانس ته وويل، چې ګډو ځواکونو د شکمنو کسانو پر ضد عمليات کړي، خو نور معلومات يې ورنه کړل.
خو د پکتيا مرستيال والي عبدالرحمن منګل پژواک ته ومنله، چې دغه عمليات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د رييس ډاکتر حفيظ احمدزي پر کور ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې سيمې ته يې پلاوى لېږلى او د پلاوي له راپور وروسته به ټول معلومات د رسنيو په واک کې ورکړي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې دوى تېره شپه په ګردېز ښار کې د يوه مخالف قوماندان پر ضد عمليات ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړه، چې دمګړۍ دوى په څېړنو بوخت دي او نور معلومات به وروسته خپاره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP