Language

په ننګرهار کې چاودنې درېيو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله يو ٧ کلن ماشوم ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

د خوګياڼو ولسوال حاجي محمد حسن د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه د دغې ولسوالۍ د قيلغو د غره په راغه کې پرون ماښام پنځه بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې په وينا يې دغو ماشومانو په يوه ناپېژندل شوې اوسپنه لوبې کولې.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ يو ٧ کلن ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپي شوي د خوګياڼو روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې دوى ته يو لس کلن ټپي ماشوم ور وړل شوى، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د ياودنې ده، خوګياڼي د ننګرهار هغه سوېل لوېديځه ولسوالۍ ده، چې د نورو ٢١ ولسواليو په پرتله په کې ډېرې چاودنې رامنځته کېږي، چې ډېرى يې د سپرليو پر موټرو او قومي مشرانو وي.

Related Topics