مزارشريف (پژواک ٣٠ ليندۍ ۹۰): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې لسګونو نجونو ديني زده کړې ترلاسه کړې.
په مزارشريف ښار کې څه باندې ۳۰ نجونو د اسديې عالي دارالعلوم د څوارلسم ټولګي په بشپړولو د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
د بلخ د پوهنې رييس قيس مهرايين نن (د ليندۍ ۳۰مه) خبريالانو ته وويل، چې ۱۰۹ زده کوونکي د اسديې له عالي دارالعلوم څخه فارغ شول، چې ۳۳ يې نجونې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه زده کوونکې د ټول شمال دي او څوارلس کاله يې دينې زده کړې ترسره کړې دي.
د هغه په وينا، دا لومړى ځل دی چې په شمال کې دې دومره نجونو دينې زده کړې کړې وي.
د اسديې له عالي دارالعلوم څخه فارغې شوې نجونې، بيا په بلخ کې د نجونو لپاره د ديني علومو د مرکزونو له کمښت څخه سر ټکوي.
۲۴ کلنې فوزيې چې په ياد شوي دارالعلوم کې يې زده کړې ترسره کړې دي، پژواک ته وويل چې د زده کړو له بهير څخه راضي ده.
نوموړي زياته کړه: ((مونږ په مزار کې د ديني علومو د مرکزونو له کمښت سره مخ يو، ډېری نجونې غواړي چې دينې زده کړې ترسره کړي؛ خو داسې کوم مرکز نه شته، چې هلته ورشي او زده کړې وکړي.))
هغې له حکومت څخه وغوښتل، چې په مزارشريف کې دې د نجونو لپاره د ديني علومو انسټيټيوت جوړ شي.
د يادونې ده، چې تېر کال هم له دغه مدرسې څخه ۲۴ نجونې فارغه شوې وې.