ژبه

د افغانستان بانک د تخنيکي برخې د پياوړتيا لپاره د مرستې غوښتنه وشوه

توسط للېت کمارجا

دسمبر 22, 2011 - 11:59 am

Views: 117

واشنګټن (پژواک،د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٠): د افغانستان بانک رييس د پيسو له نړيوال وجهي صندوق (اى اېم اېف)، نړيوال بانک او د امريکا له اقتصاد وزارت څخه د تخنيکي مرستو غوښتنه وکړه.

د افغانستان بانک رييس نورالله دلاوري دغه څرګندونې امريکا ته د خپل درې ورځني سفر په وروستۍ ورځ، پرون په واشنګټن کې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې د دغه سفر پر مهال يې د يادو ادارو له مسوولينو سره هر اړخيزې خبرې کړې او له هغوى يې د افغانستان په مالي نظام کې د شته ستونزو د هوارۍ په موخه د تخنيکي مرستې غوښتنه وکړه.  

دلاوري وويل، چې له امريکايي چارواکو سره يې په ځانګړې توګه د هغو پيسو په مخنيوي کې د ګډې مبارزې په زياتولو خبرې وکړې، چې د ترهګرۍ په پېښو کې کارول کېږي.

د افغانستان بانک رييس خپلې ليدنې کتنې ډېرې ګټورې او د ډاډ وړ وبللې او زياته يې کړه: ((زما د سفر موخه دا وه، څو له يادو ادارو سره د افغانستان بانک پر اړيکو خبرې وشي.))

د هغه په وينا، د افغانستان بانک په تخنيکي برخه کې ځيني پرمختګونه شوي او د پيسو له نړيوال وجهي صندوق (اى اېم يف) سره له نږدې کار کوي، څو په افغانستان کې د بانکي نظام د څارنې يو قوي سيستم او نظام ولري.

دلاوري د کابل بانک په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د افغانستان بانک د کابل بانک د پيسو پر راټولو بوخت دى.

هغه زياته کړه: ((ډېر ژر به د کابل بانک پر پيسو د متحده عربي اماراتو په دوبۍ او نورو سيمو کې اخيستل شوي ملکيتونه خرڅ او پيسې به يې بانک ته حواله شي.))

دلاوري ويلي، چې دوى له کابل بانک څخه د اخيستل شوو پورونو، د ٦٠ سلنې لپاره نوى مهالوېش جوړ کړى، چې له يوه تر پنځو کلونو پورې بېرته ترلاسه شي.

د افغانستان بانک رييس وويل، چې له امريکايي چارواکو، اى اېم اېف او نړيوال بانک مسوولينو سره يې د کابل بانک په اړه هم خبرې کړې او هغوى ته يې دا باور ورکړى، چې د افغانستان مرکزي بانک دې ستونزو ته پاملرنه کړې او د هوارولو هڅې يې کوي.

نورالله دلاوري د ليندۍ په ٢٣مه په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي وو، چې له کابل بانک څخه د اخيستل شوو پورونو د ٨٠ سلنې برخې سرچينې روښانه شوې او ډاډه دي، چې ترلاسه کېږي. شل سلنه برخه يې تر اوسه نه ده معلومه، خو دوى يې په لټه کې دي.

هغه زياته کړې، چې له کابل بانک څخه بېلابېلو کسانو شاوخوا ٨٥٠ ميليونه امريکايي ډالر په ناقانونه توګه پور اخيستى، چې په ټوليز ډول تر اوسه شاوخوا ٧٤ ميليون ډالره ترلاسه شوي دي.

دغه راز هغه وويل، چې د شاوخوا ٤٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پوروړيو ژمنه کړې، چې دغه پيسې به بېرته ورکوي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دوبۍ کې له کابل بانک څخه د ناقانونه پورونو له لارې اخيستل شوي ملکيتونه، د دغو پورونو شل سلنه برخه جوړي.

کابل بانک تېر کال د ناقانونه پورونو او يو لړ نورو مالي ستونزو له امله له بحران سره مخ شو، وروسته يې يوه برخه د ماليې وزارت اړوند شوه، چې د نوي کابل بانک تر نوم لاندې فعاليت کوي، خو بله يې تر اوسه تر څېړنو لاندې ده.

د يادونې ده، چې د افغانستان بانک د رييس په توګه له ټاکل کېدو وروسته امريکا ته د نورالله دلاورى دغه لومړى سفر  دى.