کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې اوزبېکستان د بلخ سېلابځپلو لپاره ۲۰۰ ټنه بشري مرسته دې ادارې ته سپارلې ده.
افغاني سرې مياشتې نن (سهشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مرسته د اوزبېکستان په ملاتړ افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې او په بلخ کې به سېلابځپلو کورنیو ته به ووېشل شي.
د سرچینې په خبره، په دې مرسته کې ۹۶ ټنه اوړه، ۲۲ تټنه وریجې، ۲۲ تټنه نخود، ۲۲ تټنه بوره، ۲۲ ټنه مکروني، ۱۵ زره لېتره غوړي، ۱۰ زره قوطي پخه غوښه، بیسکېټ او نور ضروري خوراکي توکي شامل دي.
افغاني سرې میاشتې زیاته کړې چې دغه مرسته د سېلابځپلو کورنیو او اړمنو کسانو د لاسنیوي په موخه شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مرسته په داسې حال کې وېشل کېږي چې وروستیو سېلابونو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي او زرګونه کورنۍ یې بېړنیو مرستو ته اړې کړې دي.
یادې ادارې ټینګار کړی چې د مرستو د وېش بهیر به په نږدې راتلونکي کې په شفاف او منظم ډول ترسره شي.