کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۵): ایران کې له شپږو کلونو کډوالۍ وروسته، معصومې حسني هېواد ته له راستنېدو وروسته هغه کسب چې په غربت کې یې زده کړی، پر کاري فرصت اړولی؛ هغه اوس په کابل ښار کې د چاکلېټو د توليد یوې وړې کارخونې له لارې، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، ځانبسیاینې او کاري فرصتونو رامنځته کولو هڅه کوي.
په داسې حال کې چې ډېری بېرته راستنېدونکي له بېکارۍ او د کاري فرصتونو له کمښت سره مخ دي، معصومه حسني چې له ایرانه راستنه شوې، په کابل ښار کې یې په خپل کور کې د چاکلېټو یوه کوچنۍ کارخونه جوړه کړې او د ځان ترڅنګ یې د کورنۍ غړو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.
معصومه حسني شپږ کاله مخکې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه شوې وه او هلته یې په تهران ښار کې د چاکلېټجوړولو يوه فابریکه کې کار کاوه.
نوموړې چې تر دوولسم ټولګي یې زدهکړې کړې، خو ایران ته د کډوالۍ له امله یې لوړې زدهکړې نیمګړې پاتې شوې، وایي: «کله چې ایران ته ولاړو، هلته مې هم ونه شوای کولای زدهکړې وکړم؛ له ځان سره مې وویل چې باید کار وکړم او یو هنر زده کړم، د همدې لپاره مې د چاکلېټو په فابریکه کې کار پیل کړ.»
هغه چې یو کال وړاندې له خپلې کورنۍ سره هېواد ته راستنه شوې وایي، بېکاري د هغو مهمو ستونزو له ډلې وه چې ورسره مخ وو؛ خو نوموړې ناهیلې نه شوه او خپل کور یې د چاکلېټو د تولید پر یوه کوچنۍ کارخونه بدل کړ.
معصومه وایي: «دغه کار مې په ایران کې زده کړی و، کله چې افغانستان ته راغلم، له ځان سره مې فکر وکړ چې ولې همدغه مهارت ته دلته دوام ور نه کړم. د ښځو او سړیو لپاره د کار زمینه محدوده ده، نو ځکه مې پرېکړه وکړه چې دا کار پیل کړم.»
هغې دا کار د ۳۰۰ زره افغانیو په پانګونه پیل کړی او خپل تولیدي محصول ته یې «کانیا» نوم ورکړی دی. د هغې په خبره، «کانیا» د «خوندونو کان» معنا لري.
د نوموړې په خبره، دغه چاکلېټونه له کاکاو، پستې، بادامو او مميزو جوړېږي او تولیداتو یې په لنډ وخت کې ګڼ مینهوال موندلي دي.
د هغې په خبره، هره ورځ تر لس کیلوګرامه چاکلېټ تولیدوي، خو د اخترونو او ځانګړو مناسبتونو پر مهال د تولید کچه په څرګند ډول لوړېږي.
خو معصومه د خپل کار د ستونزو یادونه هم کوي او وایي: «زما د کار له لویو ننګونو یوه هم له وارداتي محصولاتو سره سیالي ده.»
د هغې په خبره، د بهرنیو چاکلېټو رنګینې بستهبندۍ او پراخ تبلیغات لامل شوي چې ډېر پېرېدونکي کورنیو تولیداتو ته کمه پاملرنه وکړي، ان ځیني یې یو ځل هم د خپل هېواد تولیدات نه ازمايي.
هغې وویل: «ډېری خلک، پرته له دې چې د کورنیو تولیداتو کیفیت وازمايي، بهرنیو محصولاتو ته مخه کوي، حال دا چې موږ هڅه کوو له غوره خامو موادو، په ځانګړي ډول له کورنیو وچو مېوو، ګټه واخلو.»
معصومه هیله څرګندوي چې په راتلونکي کې د لا ډېرې بودجې په برابرېدو سره وکولای شي اړین ماشینونه وپېري، د تولید کچه لوړه کړي، ډېر کسان وګوماري او د خپلو محصولاتو بیه راکمه کړي.
هغه وایي: «که ښه امکانات او ډېره بودجه ولرو، کولای شو خپل تولیدات پراخ کړو، غوره بستهبندي وړاندې کړو او لا ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړو.»
نوموړې چې خپل محصولات هم په حضوري ډول او هم د انلاین پلور له لارې بازار ته وړاندې کوي، وایي د کورنۍ ټول غړي یې د تولید، بستهبندۍ او پلور په برخو کې ورسره همکاري کوي.
امنه حسني، د معصومې خور چې له هغې سره په دې کار کې همکاري کوي، وایي ډېری وخت د بستهبندۍ او د پېرېدونکو د فرمایشونو د ثبت په برخه کې کار کوي.
هغې زیاته کړه: «هغه پېرېدونکي چې د خوښیو، اختریزو ډالیو او ځانګړو مناسبتونو لپاره فرمایش لري، معمولاً دوه ورځې مخکې له موږ سره اړیکه نیسي، څو فرمایشونه یې د هغوی د خوښې او سلیقې مطابق چمتو شي.»
د هغې په خبره، دوی د پېرېدونکو د غوښتنې او سلیقې له مخې په بېلابېلو بڼو بستهبندۍ برابروي.