Language

موسى زى: د شپنيو عملياتو بندېدل د ستراتيژيک تړون د بحث مهمه موضوع ده

 د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، نن (د مرغومي ٤مه) په کابل کې په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې ټاکل شوې ده د راتلونکي زېږديز کال په پيل کې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو پر سر خبرې بيا پيل شي.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي ګواښ کړى، ترڅو چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د خلکو د کورونو تلاشي او د شپې عمليات بند نه کړي، نو افغانستان به له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک نه کړي.

 ولسمشر کرزي وړاندې تردې هم په وار وار له بهرنيو ځواکونو غوښتي، چې د کورونو تلاشي بنده او د شپې عمليات پاى ته ورسوي؛ خو بهرنيو ځواکونو خپل دې کار ته دوام ورکړي او ويلي يې دي، چې د شپې عمليات په روانه جګړه کې د مخالفينو په ځپلو کې ډېر اغېزمن دي او ورته به دوام ورکړي.

 په همدې حال کې، حکومت په کندهار، پکتيا او کاپيسا ولايتونو کې د ناټو ځواکونو د عملياتو پرمهال ولسي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د معلومولو په موخه يوه پلټونکې ډله ګومارلې وه، چې تېره ورځ يې خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړ او ټول وژل شوي کسان يې ملکي وګړي وبلل.

 د ګومارل شوې ډلې د څېړنې له مخې، په دې ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې په ټوليز ډول ١٥ تنه وژل شوي او ٩ تنه ټپيان دي.

 موسى زي وويل، چې افغان لورى به د دوديزې لويې جرګې د سپارښتنو په رڼا کې، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا په سملاسي توګه د شپې عملياتو او د کورونو د تالاشى بندېدل يې مهم شرطونه دي، دغه خبرې مخته يوسي.

 په تېره دوديزه لويه جرګه کې، چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه له ولس څخه د مشورې غوښتلو په موخه جوړه شوې وه، د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې له خوا د خپلسرو عملياتو او د کورونو د تالاشۍ بندول يې د ستراتيژيک تړون د لاسليک کولو بنسټيز شرطونه بللي وو.

 د موسى زي په خبره، د يادې شوې جرګې په اعلاميه کې راغلي، چې په افغانستان کې د ټولو پوځي عملياتو مشري بايد افغان ځواکونو ته وسپارل شي او همداراز د اړتيا پرمهال د خلکو کورونه د افغان ځواکونو له خوا تلاشي شي.

 همداراز د افغان ځواکونو له همغږۍ او مشورې پرته د پوځي عملياتو نه ترسره کول، هم هغه څه دي چې د موسى زي په وينا، دولت ته د يادې شوې جرګې په سپارښتنو کې شامله ده.

 خو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو وياند په خپلې وروستۍ خبري ناسته کې د مخالفينو د نيولو او ځپلو لپاره د شپې عمليات اغېزمن وبلل او ويې ويل، چې دوام به ورکړي.

 موسى زي د يوې پوښتنې په ځواب کې، دا چې بهرنيو ځواکونو د دوديزې لويې جرګې له ټينګار سره سره، د شپې له خوا د خپلو عملياتو او د کورونو تلاشۍ ته په دوام ورکولو سره د جرګې د غوښتنو درناوى نه دى کړى؟ يو ځل بيا د جرګې غوښتنې تکرار کړې.

هغه زياته کړه: ((د لويې جرګې د اعلاميې په شپږمه ماده کې ټينګار شوى، ټول عمليات چې ترسره کېږي، د شپې د عملياتو په شمول باندې بايد ژر تر ژره افغاني شي؛ په دې معنا چې طرحه يې، ترسره کول يې، اجرا يې او ټول هغه مسايل چې په عملياتو کې شامل دي، هغه بايد د افغان ملي امنيتي ځواکونو له خوا ترسره شي.))

 ده همداراز په قطر کې طالبانو ته د دفتر جوړېدو په اړه وويل، چې تردې مهاله نه دى جوړ شوى او د جوړېدو پر سر يې په ټولو خبرو کې افغان دولت دخيل و.

 ده وويل چې افغان حکومت غواړي ځان باوري کړي، چې له مخالفينو سره د خبرو پروسه يې په مشرۍ او د مشورو له مخې پر مخ ځي.

 د بهرنيو چارو وزارت وياند يادونه وکړه، چې د افغانستان حکومت به له اروپايي اتحاديې سره د ستراتيژيک تړون پر سر هم په نوي زېږديز کال کې خبرې پيل کړي.

 د هغه په خبره، په دې تړون کې امنيتي، سياسي، فرهنګي، اقتصادي، سوداګريزې او نورې همکارۍ شاملې دي.