لښکرګاه (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د هلمند ولايت مقام د هېواد دکرکټ ملي لوبډله په ډاليو او ستاينليکونو ونازوله او لوبغاړي يې د هېواد ملي اتلان وبلل.
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې، چې په دې وروستيو کې يې په اسيايي سياليو کې اتلولي خپله کړه، وړمه ورځ د هېواد د والي محمد ګلاب منګل په بلنه د دې ولايت مرکز لښکرګاه ته سفر وکړ.
د کرکټ ملي لوبډلې او د افغانستان د کرکټ بورډ ورسره تللي پلاوي په لښکرګاه کې له بېلا بېلو سيمو څخه ليدنه وکړه او په کرزي لوبغالي کې د دوى په وياړ يو شمېر سيالۍ هم ترسره شوې.
دغه راز د هېواد ملي لوبډلې د هلمند له تاريخي بُست کلا څخه هم ليدنه وکړه.
تېر ماښام د ولايت مقام د غونډو په تالار کې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې په وياړ يوه لويه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د لوبغاړو او پلاوي ترڅنګ د هلمند والي ګلاب منګل، ځايي چارواکو، د ولسي جرګې غړې نسيمې نيازۍ، قومي مشرانو او ځايي لوبغاړو برخه اخيستې وه.
د هلمند والي ګلاب منګل وويل، چې د كركټ لوبډلې په خپل غښتلي هوډ سره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې د افغانستان ملي سرود وغږاوه او ملي بيرغ يې ورپاروه او ټولې نړۍ ته يې افغانستان وروپېژانده.
هغه زياته کړه: ((له همدې امله، زه نن دوى ته د هېواد د ملي اتلانو نوم ورکوم.))
ګلاب منګل د ملي لوبډلې د ستاينې او هڅونې په موخه له دوى سره د درې سوه زره افغانيو مرستې اعلان هم وکړ او دوى ته يې ځينې ډالۍ هم ورکړې.
والي وويل، چې لوبې نه يواځې د بدن د روغتيا او ودې لپاره اغېزمنې دي، بلکې د ولسونو او هېوادونو په نږدېوالي کې هم مهم رول لوبوي.
د هغه په وينا، ملي لوبډلې يې د همدې لپاره لښکرګاه ته رابللې وه، چې خلکو ته جوته شي چې دا لوبډله په يوې سيمې يا يو قوم پورې تړاو نه لري.
سلاکار وزير او د کرکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود د هلمند ولايت چارواکو او خلکو ته د کرکټ د ملي لوبډلې د برياوو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
هغه د هلمند د چارواکو او خلکو د تود هرکلي ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د هلمند د کرکټ له ځايي لوبډلې سره به هر راز مرسته کوي.
شهزاده مسعود، هلمند د سولې کور وباله او زياته يې کړه، چې د دې ولايت د امنيت او بيارغونې په برخه کې ډېر پرمختګ شوى دى.
د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل، د هلمند د چارواکو او خلکو د ستاينې او وياړنې مننه وکړه او زياته يې کړه، چې له دې هڅونې سره د دوى هوډ نور هم غښتلى شو.
هغه زياته کړه، چې دوى يادې شوې لاسته راوړنې او پرمختګونه په يواځې ځان نه دي ترلاسه کړي، بلکې د هېوادوالو د دعاګانو له امله يې ترلاسه کړي دي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسيمي نيازۍ هم خبرې وكړې او د هېواد ملي لوبډلې ته يې د هر ډول مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړ.
هغې له کرکټ بورډ څخه وغوښتل، چې د هلمند لوبډلې سره د روزنې او تخنيک په برخه کې مرسته وکړي.
د دې غونډې په پاى کې د هلمند د ولايت مقام له خوا پر لوبغاړو ستاينليکونه ووېشل شول.