ژبه

د دوو پاکستانيو او يوه وسله وال مخالف د نيولو خبر ورکړل شو

حکمت

۷ مرغومی ۱۳۹۰ - ۱۶:۵۳

Views: ۹۹

کابل، کندوز (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): د ملي امنيت عمومي رياست په کونړ ولايت کې د ځانمرګو بريدونو په تړاو د دوو پاکستانيو وګړو او پوليسو په کندوز ولايت کې د يوه وسله وال مخالف د نيولو خبر ورکړ.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن د ملي امنيت د عمومي رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده، د دې دوو تنو نومونه محسن شاه د عبدالقهار زوى د پېښور د چارسدې اوسېدونکى او بشير، چې په ابراهيم مشهور دى، د محمد رحيم زوى د پاکستان د مردان د قدم خېلو د سيمې اوسېدونکي بلل شوي دي.

سرچينې زياته کړې ده، چې هغوى په خپلو لومړنيو پلټنو کې خپل جرم منلى او ويلي يې دي، چې د پاکستان د پنجاب اوسېدونکي قاري ظفير، چې په ميرانشاه کې د طالبانو د پوځي روزنې مسوول دى، د طالبانو ډلې ته جذب شول او څلوېښت ورځې يې د قاري ظفير د پوځي تعليماتو په مرکز کې د ډول ډول وسلو د انداخت، د ماينونو او ځانمرګو واسکټونو د جوړولو په برخه کې روزنه ليدلې ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې دغه دوه کسان د ترهګريزو او ورانکاريو په موخه د قاري ظفير په لارښوونه کونړ ولايت ته لېږل شوي وو، څو د طالب قوماندان عبدالولي په ګروپ کې فعاليت وکړي؛ خو دې قوماندان ته له رسېدو مخکې د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې ونيول شول.

د ملي امنيت د عمومي رياست موظفينو په يوه بل اقدام کې د هدايت الله په نوم د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکى يو جعلکار، چې غوښتل يې اووه زره جعلي ډالر د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې بدل کړي، نيولى دى.

د دې رياست په خبرپاڼه کې راغلي دي، دا چې دغه جعلي پيسې په مرکزي ولايتونو کې د پېژندو وړ دي، نو پرېکړه يې کړې وه، چې د کونړ په سرحدي ولايت کې يې بدلې کړي.

له بلې خوا د کندوز ولايت پوليسو په امام صاحب ولسوالۍ کې يو تن له چاودېدونکو توکو سره نيولى دى.

د کندوز د امنيه قوماندان مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني نن پژواک ته وويل، چې له دې کس نه يو ار پي جي راکټ او دوه بوشکې چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

حسيني زياته کړه، چې دغه کس د امام صاحب د اق مسجد په کلي کې له يوه کور نه نيول شوى دى.

د هغه په وينا، دغه کس د دولت له وسله والو مخالفينو سره اړيکې درلودې او غوښتل يې له چاودېدونکو توکو نه د ماينونو په جوړولو کې کار واخلي او په سړک کې يې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې ځاى پر ځاى کړي.