Language

کابل ښار(پژواک دمرغومي ٧مه ٩٠): د امريکا متحده ايالتونه د افغان حکومت د رسنيو له مرکز سره  خپلې اړيکې تر څارنې او ارزونې لاندې نيسي.

دا مطلب په هغه ويناپاڼه کې، چې نن(د مرغومي ٧مه ) پژواک خبري اژانس ته رارسېدلى په ډاګه شوى دى.

په ويناپاڼه کې راغلي دي، تر هغه مهاله چې څېړنې پاى مومي، ښه به وي چې امريکايي کارکونکي له دې ادارې څخه بهرشي.

 په کابل کې دامريکا سفارت يوې سرچينې پژواک ته وويل: يو شمېر امريکايي سلاکاران ،چې د حکومتي  رسنيو دکارکونکو د ظرفيت د لوړتيا په خاطر يې کارکاوه، دلنډې مودې لپاره نورې دندې ورسپارل شوي دي.

 خو سرچينې د امريکايي سلاکارانو دشمېر او د دندو د بدلېدو لامل په ګوته نه کړ.

 همدرانګه ويناپاڼه وړاندې کاږي،چې په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالتونو سفارت پلان درلود  ،څو د کارکونکو  لېږد او ددې سفارت د مرستو بهير پيل کړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: ((لکه څرنګه چې د لېږد بهير روان دى،موږ غواړو څو ډاډ ترلاسه کړو ،چې دامريکا دمتحده ايالتونو ملاتړ اوسرچينې په اغېزمنه  اوګټوره توګه د استفادې وړ ګرځي.))

د خبرپاڼې په پاى کې ويل شوي دي،چې د امريکا متحده ايالتونه په افغانستان کې له ازادو او خپلواکو رسنيو څخه پوره ملاتړ کوي.