ايبک(پژواک دمرغومي ٨ مه ٩٠): دسمنګان ولايت امنيتي مسووليت نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
په دې مراسمو کې چې د سمنګان ولايت په مرکز ايبک کې ترسره شول ،د امنيتي مسووليتونو دلېږد دکميسيون مشر، دعامې روغتيا سرپرست وزيرې،لوى درستيز ، دکورنيوچارو ،پوهنې، فوايد عامې مرستيالانو، دملي امنيت دلوى رياست مرستيال د سويدن سفارت استازي او ددې ولايت د اوسېدونکو يو شمېر زياتو استازو ګډون کړى وو.
دسمنګان والي خيرالله انوش وويل،چې له امنيتي ځواکونو سره دخلکو دهمکارۍ په ترڅ کې ،ددې ولايت په ټولو سيمو کې امنيت ټينګ دى او له دې اړخه هېڅ ستونزه نشته.
خو هغه زياته کړه،چې ډاډمن امنيت ته په کتو سره ، دولت ددې ولايت بيارغونې ته پاملرنه نه ده کړې.
دسمنګان والي زياته کړه،چې دامنيتي مسووليتونو له لېږد څخه وروسته ؛دولت بايد د ايبک – دره صوف ولسوالۍ، ايبک – روى دواب ولسوالۍ دسړکونو پخولو او ايبک ته دخرم سارباغ چينې د اوبو لېږد او په ايبک ،خرم سارباغ او فيروز نخچير ولسواليو کې د اوبو د دريو بندنو جوړولو، د دوو ٥٠ بستريز او ١٠٠ بستريزو کلينيکونو جوړولو او دمرکز دځينو واټونو پر پخولو دې اقدام وکړي.
خو دامنيتي مسووليتونو دلېږد کميسيون مشر اشرف غني احمدزي چې په دې مراسمو کې يې ګډون درلود وويل،چې څه موده وړاندې يې ددې ولايت ستونزې له نږدې څخه څېړلي او په دې اړه يې ولسمشر ته راپور ورکړى دى.
هغه زياته کړه،چې پراختيايي برخې وزارتونو پورې تړاو لري او وزيران دې په برخه کې پاملرنه وکړي.
احمدزي زياته کړه: (( زموږ دنده يواځې د امنيتي مسووليتونو لېږد دى او کومې ژمنې مو چې په امنيتي ډګر کې کړې وې د پلي کېدو په حال کې دي.))
نوموړي وويل،چې دسمنګان پوليس د سنبالتيا په حال کې دي او په دې ولايت کې دملي اردو يوکنډک هم ځاى پرځاى او په نوو وسلوو سنبال شوى دى.
په کابل کې دسويډن سفارت استازي په دې مراسمو کې دخپلو خبرو په جريان کې وويل: (( دمسووليتونو په لېږد سره زموږ همکارۍ پاى نه مومي او په راتلونکي کې به دغوره حکومتدارۍ او پراختيايي برخوکې ،له دې ولايت سره همکاري کوو.))
دسمنګان د امنيتي مسووليتونو دلېږد د مراسمو په پاى کې،د ايساف ځواکونو بيرغ راکوز او د افغانستان بيرغ يې په ځاى لوړ شو.
دسمنګان د امنيتي مسووليتو دلېږد بهير په داسې حال کې ترسره شو ،چې شپږ مياشتې وړاندې د ايساف ځواکونو دقوماندان او ددې ولايت دوالي ترمنځ د يوتړون له مخې ، لږ شمېر بهرني ځواکونه له دې ولايت څخه بهر شول او ځيني وخت به يې يواځې په دې ولايت کې ګزمه کوله.
د لېږد دا بهير ،د دويم پړاو برخه وه،چې د روان کال د ليندۍ په (١٠مه) د سياه ګرد او شينوارو له ولسواليو پرته په پروان ولايت کې پيل او وروسته بيا په دايکندي ولايت کې هم عملي شو.
په دې پړاو کې دبلخ،دايکندي، تخار،سمنګان،کابل،نيمروز ولايتونه او جلال اباد،چغچران،شبرغان ،فيض اباد،غزنى ،ميدان ښار او قلعه نو ښارونه شامل دي.
د بدخشان ،بادغيس،هلمند،هرات،لغمان،ننګرهار،سرپل او ميدان وردګو ولايتونو يو شمېر ولسوالۍ هم په دويم پړاو کې شاملې دي، او ددې پروسې په تطبيق سره به دهېواد پنځوس سلنه نفوس د امنيتي مسووليتونو تر پوښښ لاندې راشي.
ديادونې وړده، چې دامنيتي مسووليتونو لومړى پړاو د روان کال د چنګاښ په ٢٦مه ،له باميان ولايت څخه پيل او وروسته بيا په پنجشير ولايت او له سروبي ولسوالۍ څخه پرته دکابل،مهترلام،لښکرگاه ،هرات او مزارشريف په ښارونو کې ترسره شو.
دا پروسه به تر ٢٠١٤ زېږديز کال پورې بشپړه او د امنيتي لېږد بهير به په پوره توګه افغاني شي.