Language

د هلمند د درېيو ولسواليو امنيتي چارې نن افغان ځواکونو ته سپارل کېږي

لښکرګاه (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): د هلمند د درېيو ولسواليو د امنيت د مسووليت چارې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد د پروسې په لړ کې نن د دغه ولايت د مارجې، نادعلي او ناوې ولسواليو چارې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

هغه زياته کړه، چې په دې اړه په لښکرګاه کې يو لړ مراسم جوړيږي، چې په کې د ځايي چارواکو ترڅنګ له مرکز څخه راغلى پلاوى به هم په کې ګډون وکړي.

د احمدي په وينا، په دغو مراسمو کې د ګډون په موخه د امنيت د لېږد د پروسې رييس ډاکتر اشرف غني احمدزى، د ملي امنيت مرستيال، د ملي دفاع وزارت لوى درستيز او د كورنيو چارو د وزارت استازي لښكرګاه ته راغلي دي.

نوموړى وايي، چې له مرکز څخه راغلي پلاوي تېره ورځ له مارجې او ناد علي ولسواليو څخه ليدنه وکړه او د سيمې امنيتي حالت يې له نږدې څخه وليد.

د والي وياند وايي، چې په يادو ولسواليو کې امنيت ښه شوى، د ښې حکومتدارۍ ترڅنګ د بيارغونې کارونه ډېر په کې ترسره شوي او خلک يې هم له دولت سره همکار دي.

احمدي زياتوي، چې لا له مخکې په دغو ولسواليو کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو يو شمېر پوستې ځاى پر ځاى شوې دي.

د مارجې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا منشي عبدالسلام پژواك اژانس ته و ويل، چې په دې ولسوالۍ كې امنيت د سيمه ييزو پوليسو په مرسته ښه شوى، خو وايي، چې اوسمهال د سيمه ييزو پوليسو تجهيز او ملاتړ پاملرنې ته اړتيا لري.