کابل (پژواک ١٢ مرغومى ٩٠): د افغانستان د سولې د عالي شورا يو غړى په قطر کې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې د باور رامنځ ته کولو هڅې بولي او وايي، تمه ده چې مثبتې پايلې به ولري.
د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي ارسلا رحماني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په قطر کې د طالبانو او د امريکا د استازو ترمنځ خبرې روانې دي؛ خو د سولې د عالي شورا غړي په کې ګډون نه لري او هېڅ استازى يې قطر ته نه دى تللى.
هغه زياته کړه: ((دا خبرې له داسې منابعو نه راپورته کېږي، چې سړى فکر وکړي، چې پروپاګنډا يا د سر چوک خبرې دي؛ خبرې شوې دي، دا موږ نه ردوو، هېڅ پروا نه لري.))
رحماني د امريکا او ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا پر طالبانو لګېدلي بنديزونه، په ګوانتانامو کې طالب بنديان او د طالبانو د ځينو مشرانو پر سر د امريکا له خوا ايښودل شوې جايزې، له دې ډلې سره د خبرو پر وړاندې شته خنډونه ياد کړل، چې اوسمهال يې پر سر خبرې روانې دي.
ده زياته کړه: ((دا د فيصلې خبرې نه دي، دا د دې دي چې طالبان قايل کړي، طالبانو ته مصوونيت ورکړل شي، طالبانو ته يو ادرس معلوم شي؛ دا داسې خبرې دي، هغه تر افغانانو تعلق نه لري.))
رحماني وويل چې له طالبانو سره د خبرو په موخه هغوى ته د ادرس معلومولو هڅې له ډېرې مودې راهيسې روانې دي؛ خو وايي چې د امريکا اوسنۍ هڅې رښتينې دي؛ نو له همدې امله به په افغانستان کې د سولې په برخه کې مثبتې پايلې ولري.
ده زياته کړه: ((دا ښکاره خبره ده، له اوباما نيولې تر دفاع وزير پورې يې، سفير يې په افغانستان کې، نماينده د اوباما د پاکستان او افغانستان لپاره او دا نور ټول په همدې خبرو کې دي؛ نو دا پېشرفت ده چې دا ټول سره کېناستل او خبرې يې وکړې، بې اعتمادي خو د دوى په منځ کې وه، مشکلات خو دوى پيدا کړي وو، نو دوى چې دا خبرې وکړې، موږ يې په خير بولو او امېدونه ورته پيدا شوي.))
خو نوموړي وويل، چې په افغانستان کې د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه به افغانان په خپلو منځو کې کوي.
ده وويل: ((يو اصل فيصله ده، اصلي فيصله به افغانان په خپل منځ کې سره کوي، د افغانستان حکومت او مخالفين به فيصله کوي او اجنډا به معلوموي چې په څه شي به بحث کوي.))
هغه زياته کړه، چې له مخالفينو سره د سولې په خبرو کې د امريکايانو، ګاونډيو او نورو هېوادونو مرستې ته افغان حکومت او د سولې عالي شورا ښه راغلاست وايي.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، امريکا، المان او قطر سره هوکړه کړې وه چې طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانېزې؛ خو ويل کېږي چې له دې خبرو د ګوښه ساتل کېدو په غبرګون، څه موده وړاندې د افغانستان حکومت له قطر څخه خپل سفير راغوښتى و.
خو د افغانستان حکومت هم له يو څه ځنډ وروسته په قطر کې طالبانو ته د دفتر له جوړېدو سره موافقه وښوده.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، ځينې لوړپوړي طالبان قطر ته تللي او ويل کېږي، چې ښايي پنځه پخواني لوړپوړي طالب چارواکي له ګوانتانامو زندان څخه خوشې او په قطر کې نظر بند وساتل شي.
طالبانو، چې د سولې له خبرو اترو نه مخکې يې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينګار کړى، له هېواد څخه بهر په قطر کې د هغوى لپاره د دفتر د پرانېستلو په اړه خپل نظر نه دى څرګند کړى.