Language

مزارشريف (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠): د بلخ ولايت مركز مزارشريف ښار ته څېرمه د علي شېر كارتې اوسېدونكي وايي، چې يو شمېر زورواكو يې د دغه ولايت د ولايتي شوار د وكيلانو په مرسته لسګونه جريبه ځمكه غصب كړې ده؛ خو د ولايتي شورا مسوولين دغه څرګندونې ردوي.

 تېره شپه په ياده شوې سيمه كې د لسګونه جريبه ځمكې پر سره نښته وشوه، چې په پايله كې يې دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 په مزارشريف كې د شمال زون د ۳۰۳ پامير قوماندانۍ وياند لال محمد احمدزي، د مرغومي په ۱۳مه، پژواك خبري اژانس ته وويل چې د ځمكې پر سر دا لانجه تېره شپه رامنځ ته شوه.

 نوموړي زياته كړه، چې د دواړو لورو تر منځ له لفظي شخړې وروسته نږدې دوه ساعته نښته وشوه، چې په پايله كې يې يو تن ووژل شو او يو بل ټپي شو.

 د هغه په وينا، نښته د سيمې د اوسېدونكو تر منځ د ځمكې د لانجې پر سره شوې ده.

 احمدزي وويل، چې دوى څېړنې پيل كړي او لا هم د دې په لټه كې دي، چې ولې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 خو د علي شېر كارتې يوه قومي مشر عبدالقهار، چې د همدې پېښې له امله د سيمې له يو شمېر نورو اوسېدونكو سره په جومات كې سره راټول شوي وو، رسنيو ته وويل، چې د ولايتي شورا يو شمېر وكيلانو يې په زوره پر ځمكه كانټينرونه درولي او د ځمكې د غصب هڅه يې كړې ده.

 نوموړي زياته كړه، چې په بېګنۍ نښته كې د رييس خالق، قربان شاه او غوث الدين په ګډون د ولايتي شورا يو شمېر نور وكيلان هم لاس لري.

 قومي مشر چې د ځمكو قبالې يې رسنيو ته ښودلې، وويل چې په دغې سيمه كې دوى ۲۴۰ جريبه ځمكه لري، چې قبالې يې هم ورسره دي؛ خو زورواكي يې ترې د خپلولو هڅې كوي.

 نوموړي زياته كړه، بېګا دوى د خپلې سيمې د كتو په موخه، په داسې حال كې چې هېڅ وسلې هم ورسره نه وې، تللي وو؛ خو له درېيو خواوو پرې ډزې وشوې.

 نوموړي زياته كړه، چې په نښته كې د دوى د سيمې څلور ځوانان هم لا تر اوسه بې دركه دي.

 د هغه په وينا، د بلخ ولايت دولتي چارواكي او د ولايتي شورا مسوولين بايد د يادې شوې ستونزې د حل قانوني لارې چارې ولټوي.

 د ولايتي شورا رييس ډاكټر افضل حديد د پېښې د پخلي تر څنګ وويل، چې لا هم د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

 نوموړي دا ومنله چې په بلخ ولايت كې د ځمكو د غصب پر سره وخت ناوخت نښتې شوې دي؛ خو په كې يې د ولايتي شورا لاس لرل رد كړل.

 د هغه په وينا، دوى به له دولتي او امنيتي چارواكو سره په ګډه د پېښې په اړه څېړنې كوي او ملامت سره به قانوني چلند وكړي.