کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠): د سورګل ُخسر پر خپلې ١٥ کلنې نوې واده شوې ناوې د تاوتريخوالي او د هغې د بندي کولو په تور ونيول شو.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې نن (د مرغومي ١٣مه) د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سورګل ُخسر امان الله د بغلان ولايت د مرکز په پلخمري ښار کې د پوليسو له خوا نيول شوى دى.
د خبرپاڼې له مخې، امان الله د سورګل پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښه کې لاس لري او تېره ورځ د پلخمري ښار د کپرکها په سيمه کې د خپل ورور له کور څخه نيول شوى دى.
خبرپاڼه زياتوي، چې د سورګل د خاوند د نيولو لپاره هم د پوليسو جدي هڅې روانې دي.
په خبرپاڼه کې له هغې څخه د سحرګل په نوم يادونه شوې ده؛ خو د سيمې خلک وايي، چې د دغې نجلۍ نوم سورګل دى.
پنځلس کلنه سورګل، چې د خپلې خسرګنۍ له لوري شپږ مياشتې په تشناب کې زنداني شوې وه، تېره اونۍ د بغلان د امنيتي موظفينو له خوا خوشې شوه او اوس مهال په کابل کې ده.
ياده شوې نجلۍ هغه مهال د خپلې خسرګنۍ له خوا بندي شوه، چې د غير اخلاقي کارونو په موخه د هغوى له غوښتنې څخه يې ډډه کړې وه.
د يادونې وړ ده، چې ولسمشر حامد کرزي هم تېره اونۍ د ملي امنيت د شورا په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارله، ترڅو د سورګل پر وړاندې د شکنجې او تاوتريخوالي عاملين ونيسي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن