کابل(پژواک١٣مرغومى ٩٠): په کابل کې فرانسوي نظامي ډاکټران وايي چې د بيړني درملنې له امله يې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د يوې ټپي شوې لس کلنه نجلۍ له مرګ ژغورلې ده.
په کابل کې د فرانسې نظامي روغتون د جراحي څانګې مشر ډاکټر اوواد ناني(Aouad Nani) په ياد روغتون کې خبريالانو ته وويل چې شبانه نومې لس کلنه نجلۍ د تېرې دسمبر مياشتې په ٢٩ مه د طالبانو او امنيتي ځواکونو په جګړه کې د نامعلوم لوري لخوا پر سر په مرمۍ لګېدلى وو.
ډاکټر ناني وويل چې ياده لس کلنه نجلۍ په بيړنۍ توګه له کاپيسا څخه د الوتکې په وسيله په کابل کې د فرانسويانو نظامي روغتون ته ولېږدول شوه.
ده وويل چې شبانه په حيرانوونکي ډول، پر سر د مرمۍ له لګېدلو سره سره کولى شواى وروسته له څو ساعتونو خبرې وکړې او ډوډۍ وخوري.
د ټوپک مرمۍ له کيڼې خوا د يادې لس کلنې نجلې پر سر لګېدلې او له چپ لورې وتلې ده.
لس کلنه شبانه چې دا مهال په ياد روغتون کې تر درملنې لاندې ده، د رسنيو پروړاندې يو څه په ژړغونې غږ خبرې کولى شواى، خو د سر له درد څخه کړېدله.
د روغتون د ډاکټرانو په وينا په پام کې ده چې په څو ورځو له روغتون څخه رخصت شي.
د شبانې پلار عوض خان په روغتون کې له رسنيو سره په خبرو کې له فرانسوي ځواکونو له دې امله مننه وکړه چې د هغه د لور ژوند يې وژغوره.
هغه په افغانستان کې د جګړو د ختميدو او د سولې د تامين هيله څرګنده کړه.