کابل(پژواک دمرغومي ١٥مه ٩٠): د کورنيو چارو وزارت وايي،چې د کابل ښار د پاکولو او په دې ښار کې دنظم را وستلو په خاطر، له واټونو څخه د خنډونو لرې کولو او بې پلېټه موټرونو د ودرولو کمپاين په کلکه تعقيبوي.
دکورنيو چارو وزارت د روان کال د ليندۍ په ١٩مه ، له واټونو څخه دخنډولو لري کولو، له پلو لارو څخه دغرفو ايسته کولو، له تورو فلمونو څخه د موټرونو دښيښوو پاکولو او له پلېټ او اسنادو پرته موټرونو د ودرولو پراخ کمپاين يې په کابل او دهېواد په اوو سترو ښارونو کې په لاره اچولى دى.
د کورنيوچارو وزارت چارواکي وايي،چې تر اوسه يي ددې ښار له سړکونو څخه لسګونه خنډونه لرې کړي دي له تورو فلمونو څخه يې دموټرونو ښيښې پاکې کړي او سلګونه بې اسناده موټرونه يې ودرولي دي.
دکورنيو چارو وزير ستر پاسوال بسم الله محمدي وويل، چې له حد څخه د موټرونو ګڼې ګوڼې او د وګړو زياتوالي دکابل ښار بڼه بدله کړې وه،چې په دې اړه د کورنيو چارو وزارت او اړوند ادارو له لوري ياد کمپاين پيل شو.
د کورنيو چارو وزارت، د ښاروالۍ مسوولينو، دکابل ښار دناحيو رييسانو او د چاپريال ساتنې د ادارې چارواکو ددې کمپاين د ارزونې په خاطر نن په کابل کې ناسته ترسره کړه،دکورنيو چارو وزير وويل چې د د وسايطو له ښيښو څخه د فلم لرې کول ، ډېرى نور زياتي شيان او د بې اسنادو موټرونو ودرول د ښار دامنيت په ټينګښت کې خورا اهميت لري.
نوموړي زياته کړه: (( موږ ژمن يو،څو په ټول ځواک سره پيل شوى کمپاين په برياليتوب سره پاى ته ورسوو او هغه به تل کنټرولو.))
د افغانستان د چاپريال ساتنې د خپلواکې ادارې مرستيال هم په دې ناسته کې له ياد کمپاين څخه د خوښي ترڅنګ وويل،چې د ښار پاکوالى او دترافيکي بهير تنظيم، د ژوند ديو نسبې سالم او پاک چاپريال د درلودو په خاطر ،لومړنى او مهم ګام دى.