ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي ايتلاف په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانېستل نوې لوبه وبلله

ملي ايتلاف په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانېستل نوې لوبه وبلله

کابل (پژواک ١٧ مرغومى ٩٠): د افغانستان ملي ايتلاف په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانېستل د مقطعي ګټې پورته کولو لپاره يوه لوبه بولي او وايي، چې موخه يې په هېڅ ډول د طالبانو سياسي واک ته راستنول نه دي.

خو د ولسمشر وياند وايي چې د دې دفتر د پرانېستلو لامل، په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره له وسله والو مخالفينو سره د نېغو مذاکراتو ترسره کول دي او بل هېڅ هدف پرمخ نه وړي.

د امريکا د خپرو شوو  راپورونو له مخې، امريکا او المان د بن نړيوال کنفرانس په څنډه کې له افغانستان سره موافقه وکړه، چې د طالبانو لپاره به په قطر کې دفتر پرانېزي. وروسته افغان دولت د دفتر له پرانېستلو سره موافقه وښوده او طالبانو هم ومنله، چې په قطر کې د خپل دفتر د پرانېستلو لپاره له هغه هېواد څخه سربېره، له ځينو نړيوالو لورو سره يې هم تفاهم کړى دى.

دا دفتر تر اوسه فعال شوى نه دى.

د افغانستان ملي ايتلاف چې يو شمېر سياسي ګوندونه او شخصيتونه په کې شامل دي، د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې يې ويلي دي، چې د دې ايتلاف د مشرتابه شورا نن په قطر کې د طالبانو د دفتر څرنګوالى او پرانېستل تر بحث او څېړنې لاندې ونيول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ملي ايتلاف د مشرتابه شورا په ګومان، په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانېستل تر ډېره يوه نوې لوبه ده، چې د مقطعي ګټې اخيستنې لپاره په لاره اچول شوې او موخه يې په هېڅ توګه د طالبانو سياسي واک ته راستنول نه دي.

سرچينې پرته له دې چې د لوبې لوبغاړى په ګوته کړي، زياتوي: ((د ايتلاف يو شمېر مشرانو چې په تېره يوه وروستۍ اونۍ کې يې له نړيوالۍ ټولنې سره لنډې اړيکې او ليدنې ترسره کړې دي، د دې چارواکو په وينا، داسې مسايل او موضوع ګانې يې وړاندې کړي، چې ياد شوي مسايل روښانوي.))

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي ايتلاف وياند سيد حسين فاضل سانچارکي تېره اونۍ پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې دا ايتلاف په قطر کې د طالبانو  د دفتر پرانېستل د سولې د خبرو اترو په لار کې يو مثبت ګام بولي؛ خو په هېواد کې اوسنۍ موجوده پروسه بايد له امريکا سره د طالبانو د خبرو اترو قرباني نه شي.

د ايتلاف په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ملي ايتلاف په قوي توګه له سولې څخه ملاتړ کوي؛ خو له يوې داسې عادلانه او تلپاتې سولې څخه چې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې په سيند لاهو نه کړي.

سرچينې زياته کړې ده: ((د افغانستان ملي ايتلاف د افغان حکومت د سولې بهير ناکام بولي او ټينګار کوي، چې د سولې لپاره د حاکمې ډلې له لوري هڅې، له مخالفينو څخه د يو روښانه تعريف او وړ کارونو د نه درلودلو له امله، ماتې خوړلې او دا مهال د عمل واګي د حکومت له لاسه وتلي دي.))

ياد شوي ايتلاف له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو له محور څخه د اوسنيو تحرکاتو د روښانولو غوښتنه کړې او ټينګار يې کړى دى، چې له وسله والو مخالفينو سره بايد هر ډول خبرې روښانه او رڼې وي.

خو د ولسمشر وياند ايمل فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت په خاطر دې ته اړتيا شته، څو له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره يو ادرس شتون ولري.

هغه وويل چې له وسله والو مخالفينو سره نېغې خبرې اترې، د هغوى لپاره د دفتر د پرانېستلو په خاطر ترسره کېږي او بله موخه نه لري.

فيضي زياته کړه: ((که د نورو موخو لپاره مقطعي دفترونه پرانېستل کېږي، ښکاره خبره ده چې موږ يې مخالف يو، له مخالفينو سره د سولې د خبرو اترو د ميکانېزم لومړۍ ماده دا خبره روښانوي.))

هغه وويل چې په افغانستان کې ناتعريف شوې جګړه دوام لري او په بېلابېلو نومونو ډلې، له دولت سره په جګړه کې دي.

د ولسمشر وياند وايي، چې افغان حکومت په هېواد کې د سولې د ټينګښت او ناتعريف شوې جګړې د ختمېدو په خاطر، د طالبانو لپاره د دفتر د پرانېستلو په ګډون له هرې ممکنه لارې څخه استفاده کوي.

فيضي يادونه وکړه، چې افغان حکومت تراوسه د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کې رول نه لري؛ خو د دې مذاکراتو د مشرتابه هيله لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.