کلات (پژواک ١٧ مرغومى ٩٠): د لومړي ځل لپاره د زابل په مرکز کلات ښار کې د سیمه ییزو رسنیو د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنیز ورکشاپ چې یوه اونۍ یې دوام درلود، نن پای ته ورسېد.
د دې ولایت د اطلاعاتو او کولتور رییس بسم الله لودین د مرغومي په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه روزنیز پروګرام د ولایتي بیارغونې ډلې په مالي لګښت د بست فرهنګي بنسټ له لوري بشپړ شو.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ورکشاپ کې د زابل په مرکز کلات کې د دوو ښځینه خبریالانو په ګډون اتلسو تنو، چې د بېلابېلو رسنیو کارکوونکي دي، روزنه ترلاسه کړه.
د ده په خبره، په زابل ولایت کې ژورنالېستان د خپلو مسلکي کارونو د پرمخ بېولو لپاره دارنګه روزنې ته سخته اړتیا لري، ځکه تر دې مهاله دوى کافي روزنه نه ده ترلاسه کړې.
لودين زیاته کړه، چې دوى د ولایتي بیارغونې ډلې ته د دا ډول نورو روزنیزو ورکشاپونو د جوړولو په اړه هم وړانديزونه کړي او په نږدې راتلونکي کې به د چاپي رسنیو د ډیزاین په برخه کې هم یو پروګرام پيل شي.
د دغه ورکشاپ يوه ګډونوال په زابل کې د ازادۍ غږ راډیو خبریال نجیب الله، پژواک اژانس ته وویل چې د وخت له لږوالي سره سره، دوى ته د خبر، تفصیلي رپوټ، مرکې، څېړنیز رپوټ او نورو ضروري برخو په اړه معلومات ورکړل شول.
هغه زیاته کړه چې د دې ترڅنګ ورته د ژورنالېستیکو اصولو، اخلاقو او مسوولیتونو په اړه هم ګټور معلومات ورکړل شول، چې په راتلونکي کې به د دوى پر کار ښه اغېزه وکړي.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې په راتلونکي باید دولتي چارواکو ته هم له ژورنالېستانو سره د اړیکو او د ژورنالېزم د اهمیت په اړه ورکشاپونه جوړ شي.
دا لومړی ځل دی، چې په زابل کې د سیمه ییزو رسنیو د کارکوونکو لپاره دارنګه پروګرام جوړېږي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن