کابل(پژواک١٨مرغومى٩٠): د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په اقتصادي، فرهنګي، مخابراتو، لوړو زده کړو او انرژى په برخو کې د هراړخيزه همکاريو تړون لاسليک شو.
ياد تړون د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال او د تاجکستان د ترانسپورت او نقلياتو د وزير نظام حکيموف ترمنځ د د اقتصادي، سوداګريزو، ټولنيزو او تخنيکي بين الحکومتي ګډو همکاريو د کميسيون د څلورمې ناستې په پاى کې لاسليک شو.
د ياد کميسيون ناسته پرون په کابل کې پيل او نن پاى ته ورسېده، چې د يادو وزيرانو سربېره پکې د دواړو هېوادونو يو شمېر وزارتونو مرستيالانو او نورو لوړ پوړيو دولتي چارواکيو برخه لرله.
د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر همکاريو توافق د اړيکو د پراختيا لپاره مهم وبلل.
د ياد شوي هر اړخيز تړون د متن له مخې په ناسته کې د افغان او تاجک چارواکيو ترمنځ توافق شوى چې د سوداګريزو مالونو لېږد د چټکې ليږد رالېږد لپاره به يې پروړاندې شته خنډونه له منځه يوسي او د يو بل باروړونکو موټرو ته په خپله خاوره کې د تګ راتګ اجازه ورکړي.
بدخشان ولايت ته د برېښنا برابرول او د پنج پر سيند د ١٢٥ ميګاواټه په ظرفيت د سناباد برېښنا بند په جوړولو کې مرسته، هغه څه دي چې د تړون د متن له مخې، تاجک لوري يې په برخه کې له افغانستان سره پر همکارۍ توافق کړى دى.
دواړو لوريو په تحصيلي برخه کې افغان ځوانانو ته د بورسيو له لارې په تاجکستان کې د عالي تحصيلاتو او حرفوي تعليماتو پر برابرولو او د ګډو سيمينارونو له لارې له ديني او فرهنګي شخصيتونو پر نمانځنې په ياده ناسته کې ټينګار شوى دى.
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګريزو، ټولنيزو او تخنيکي بين الحکومتي ګډو همکاريو د کميسيون پنځمه غونډه به په ٢٠١٣ کال کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شي.
ددې غونډې کره نېټه به د دواړو هېوادونو د ډپلوماتيکو سرچينو له لارې وټاکل شي.