کابل (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): نن په کابل ښار کې ١٠ هغه هټۍ د يوې اونۍ لپاره وتړل شوې، چې يو کيلو اوبلن ګاز يې له ٦٥ افغانۍ په لوړه بيه پلوره.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو مشر انجنير فريد شېرزي د مرغومي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هټې د لومړۍ، دويمې، درېيمې، څلورمې او ١٧مې ناحيو په اړوندو سيمو کې تړل شوې دي.
ده په ټينګار سره وويل، چې د ګاز د بيو د کنټرول نننۍ پيل شوې لړۍ به د ژمي تر پايه دوام ولري.
سرچينه زياتوي، چې دغه کنټرول به هره ورځ د ملي امنيت رياست، لويې څارنوالۍ، کابل ښاروالۍ او د نفتي توکو رياست د ادارو د ګډ پلاوى له خوا د ښار په بېلابېلو سيمو کې ترسره کېږي.
د سوداګرۍ وزارت د وزيرانو شورا د مصوبې له مخې، تېره ورځ اعلان وکړ چې که څوک په کابل ښار کې يو کيلو ګاز تر ٦٥ افغانۍ په لوړه بيه وپلوري، قانوني چلند به ورسره وشي.
شېرزي وويل چې د وزيرانو شورا د مصوبې له مخې، بايد خصوصي شرکتونه پرچون پلورنکو ته يو کيلو ګاز په ٥٧ افغانۍ ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم دولت د ګاز لپاره بيه ټاکلې وه او ويلي يې و، چې له متخلفينو سره به قانوني چلند وکړي؛ خو په دې کچه کنټرول شتون نه درلود.
له لوى اختر څخه مخکې په کابل ښار کې يو کيلو ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېده، چې وروسته يې بيه تر ١٢٠ افغانيو ورسېده؛ خو د سوداګرۍ وزارت له خوا په کابل کې په ټيټه بيه د ګاز د وېش له امله بېرته يو څه ټيټه شوه او نن يو کيلو ګاز د دې ښار په شخصي هټيو کې تر ٨٠ افغانۍ پلورل کېده.
خو له څه مودې راهيسې د ښار په ٣٠ دولتي هټيو کې يو کيلو ګاز په ٥٥ افغانۍ او په ٨٠ هغو شخصي هټيو کې، چې له دولت څخه ګاز په ٥٤ افغانۍ پېري، يو کيلو ګاز په ٥٩ افغانۍ پلورل کېږي.
د تهيه مسکن سيمې ګاز پلورونکى شکرالله يو له هغو کسانو څخه دى، چې نن يې يو کيلو ګاز په ٨٠ افغانۍ پلوره او له همدې امله يې هټۍ د موظف پلاوي له خوا د يوې اونۍ لپاره وتړل شوه.
شکرالله وويل چې دى يو کيلو ګاز ځکه په ٨٠ افغانۍ پلوري، چې له عمده پلورونکو څخه يې په ٧٥ افغانۍ پېرلى دى.
ده ياد شوي پلاوي ته د عمده پلورونکي شرکت نوم ياد نه کړ او ويې ويل، چې د عزيزالله په نوم يو کس په لوى موټر کې د ده هټۍ ته د ګاز ډکې ډبې راوړي او خالي ترې وړي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو مشر په وينا، د يادو شويو لسو هټيو پرچون پلورونکو ويلي، چې عمده پلورونکي ورته ګاز په لوړه بيه ورکوي.
خو دى وايي چې پرچون پلورونکو، تراوسه د کوم عمده پلورونکي شرکت نوم نه دى په ګوته کړى.
د ده په وينا، ټاکل شوى پلاوى هڅې کوي، هغه عمده پلورونکي شرکتونه هم پيدا کړي، چې ګاز په لوړه بيه پلوري.
هغه وويل، چې له ټاکل شوې بيې د تخلف په صورت کې لومړى د تخلف کوونکي هټۍ د يوې اونۍ لپاره تړل کېږي؛ خو که بيا يې په لوړه بيه ګاز وپلوره، هټۍ به يې د تل لپاره وتړل شي.
Views: 2
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP