Language

د کابل د خاکجبار دارالمعلمین فارغو ښوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول

کابل (پژواک٢٢مرغومى٩٠): د کابل د خاکجبار ولسوالۍ د داخل خدمت د حوزې له دارالمعلمين څخه ٥٠ استادان فارغ شول.

د خاکجبار ولسوالۍ د داخل خدمت حوزې د دارالمعلمين مشر قريش الله چکري، په هغې غونډه کې چې فارغانو ته د بري ليکونو د ورکولو په مناسبت جوړه شوې وه، وويل چې د دې ښوونکو په فراغت سره به په ياده شوې سیمه کې د مسلکي ښوونکو ستونزه تر ډېره لېرې شي.

د چکري په وينا، دا لومړۍ ډله فارغان دي چې له ياد شوي دارالمعلمين څخه فارغېږي.

د ده د معلوماتو له مخې، ياد دارالمعلمين د سيمې د خلکو په هڅو د پوهنې وزارت له خوا د ١٣٨٨ کال په لړم مياشت کې جوړ شو.

د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال محمد صدیق پتمن، غونډې ته د وينا پرمهال، زده کړه اوسمهال په نړۍ کې د پرمختګ یواځنۍ لاره وبلله او په ټینګار سره یې د خاکجبار د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې خپلې نجونې ښوونځیو ته ولېږی.

پتمن زياته کړه: ((راتلونکی افغانستان به په سیالۍ سره خورو، په مثبته سیالۍ، د ورورۍ په سیالۍ او په داسې سیالۍ چې هغه په علم باندې ولاړه وي. عزیزانو! اوس د جنګ سیالي له منځه تللې ده، اوس په دې و‌طن کې د علم او د علم د زده کړې سیالي ده.))

هغه په علمي برخه کې، خاکجبار وروسته پاتې ولسوالۍ ياده کړه او د پکتیکا او ډایکنډي له ولایتونو سره يې ورته وبلله او زياته يې کړه، چې دا ولسوالۍ په کابل کې پرته ده؛ خو د پوهنې وزارت له خوا ورته سمه پاملرنه نه ده شوې.

هغه د دې ولسوالۍ د پوهنې له مدیر څخه وغوښتل، چې د سیمې باسواده ښځینه وو لپاره په دارالمعلمین کې د زده کړې زمنیه برابره کړي.

پتمن د سیمې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې ښوونکو ته به ترانسپورتي اسانتیا برابره کړي او ښځینه استادانې به د سیمې په ښوونځیو کې د نارینه وو په پرتله په دوه برابره معاش د ښوونکو په توګه وګوماري.

ده وویل، که چېرې په دې ولسوالۍ کې پنځه ښځینه ښوونکې هم وي، نو د پوهنې وزارت به ورته د همدې ولسوالۍ د داخل خدمت په دارالمعلمین کې ټولګي جوړ کړي، ترڅو په مسلکي توګه وروزل شي.

 هغه په مورنۍ ژبه تدریس د هر افغان حق وباله او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په خاکجبار ولسوالۍ کې د چکري له ښوونځي پرته، نور ټول په پښتو ژبه دي.

پتمن زیاته کړه: ((زموږ لپاره مملکت، ولایت او ولسوالۍ معیار نه دی، زموږ لپاره د مکتب ژبه د کلي ژبه ده، نه د ولسوالۍ، نه د ولایت او نه د مملکت. د کلي خلک چې په کومه ژبه خبرې کوي، موږ ورته په همغه ژبه مکتب جوړوو، پښتو وي او که دري وي.))

ده وویل چې د پوهنې وزارت هڅه کوي، د هېواد په نورو سیمو کې هم زده کوونکو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه برابره کړي.

د ښوونکو د فراغت یادې شوې غونډې ته په وینا کې جهادي مشر او د مشعل خصوصي پوهنتون رييس انجنير احمدشاه احمدزي هم د سیمې پر اوسېدونکو غږ وکړ، چې خپلې نجونې ښوونځیو ته ولېږي.

احمدزي زیاته کړه: ((علم پر ټولو ښځو او نارینه وو فرض دی. دا که چا ویلي وي چې د ښځو تعلیم ناروا دى، هغه خبرې لاړې.))

هغه د پوهنې وزارت له تدریسي مرستیال صدیق پتمن څخه وغوښتل، چې د خاکجبار ولسوالۍ د داخل خدمت حوزې دارالمعلمین ځینې استادان بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده کړو په موخه واستوي، ترڅو په سیمه کې نور خلک هم پوهې ته وهڅول شي.

محمد ابراهیم حمایت، چې له یاد شوي دارالمعلمین څخه فارغ شوی، پژواک ته وویل چې د ټولنيزو علومو له څانګې فارغ شو او اوس یې د پخوا په پرتله ډېر څه زده کړي دي.

حمایت وایي چې پخوا به یې د مسلکي استاد په اړه داسې نظر و، چې په خپل وخت ښوونځي ته راشي او غیر حاضري ونه کړي؛ خو اوس د مسلکي ښوونکي په معنا او دندو پوره پوه شوی دی.

هغه زیاته کړه: ((مسلکي استاد په تدریس کې له ستونزو سره نه مخامخ کېږي، د تدریس له مختلفو مېتودونو څخه کار اخلي، یعنې اوس د شاګرد محورۍ په اصولو باندې موږ تدریس په مخ بوولای شو. کله چې له داخل خدت دارالمعلمین څخه فارغ شوم، په دې پوه شوم، چې د مسلکي او غیر مسلکي استاد ترمنځ دغه توپیرونه وي.))

په غونډه کې په کابل کې د مریم د لوړو زده کړې د موسسې مشرې ډاکټر شهلا رشید او د لوړو زده کړو د موسسو ځینو نورو مسوولینو ژمنه وکړه، چې د خاکجبار ولسوالې یو شمېر ښوونکو ته به په خپلو موسسو کې، پرته له فیس څخه د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

په کابل کې د مریم د لوړو زده کړې د موسسې مشرې ډاکټر شهلا رشید وویل، چې له یادو شويو فارغانو به ۱۵ تنه د لوړ زده کړو لپاره د بورس له لارې اروپایي یا هم امریکايي پوهنتونو ته واستوي.

د غونډې يوه ګډونوال جنت خان فهيم چکري، بهر ته د انجنيرۍ او ساينس په برخو کې د ماسټرۍ لپاره د يو شمېر محصلینو د استولو خبره هم وکړه؛ خو د يادو شويو بورسونو په اړه يې لا ډېر معلومات ورنه کړل.

د کابل د خصوصي لېسې امر او ملي سوداګر قاضي سخي هم ژمنه وکړه، چې هر کال به له لسو تر ۱۵ تنو پورې د خاکجبار اوسېدونکو زده کوونکو ته له فیس پرته، په ياده شوې ليسه کې د تعلیم زمینه برابره کړي.