اسلام اباد (پژواک ۲۳ مرغومی ۹۰ ) : نامعلومو وسلوالو نن سهار وخته د پاکستان د پيښور ښار پر یوې پوستې برید کړی، درې پولیس یې وژلي او ۱۱ یي ټپي کړي دي.
د پيښور ښار دپولیسو مشر ايس ايس پى طاهر ايوب نن د مرغومي په ۲۳مه، دسربند په سیمه کې د پيښې په ځای کې خبريالانو ته وویل چې وسلوالو د ریاض شهید په نامه پر یوې امنیتي پوستې برید کړی و.
هغه زیاته کړه چې په دې برید کې ۱۴ پولیس ټپي شوی وو، خو درې تنه یې وروسته د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
د طاهر ایوب په وینا، د وسلوالو برید کوونکیو شمیره شاوخوا ۱۵۰ تنه وو، او په دې برید کې یې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی دی.
دی وایي چې په نښته کې دوه تنه برید کوونکي هم وژل شوي دي.
د پيښور ښار د د حيات آباد ميډيکل کمپلکس روغتون يو تن ډاکټر اعجاز پژواک ته وویل چې په وژل شویو سرتیرو کې دوه پولیس او یو ملیشه ده.
هغه زیاته کړه چې د ټپي پولیسو څخه ددریو تنو روغتیایی حالت د اندیښنې وړ دي.
دیادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم شپږ ځلې پر دې امنیتي پوستې بریدونه شوي چې له امله یې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه سیمه د قبایلي سیمې خیبر ایجنسې باړې ته نږدې پرته ده، چیرته چې ددولت دیری وسلوال مخالفین فعالیت لري.
بلخوا د خیبر پښتونخوا ایالت مشر مشر وزیر ویلي، چې په دې نښته کې دیوه قوماندان په ګډون اوه وسلوال مخالفین وژل شوي دي.