Language

د ننګرهار سوداګر:  خپلسري  وسلوال را څخه باج اخلي

جلال اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): د ننګرهار سوداګرو او اصنافو ګواښ وکړ که دولت د خپلسرو وسلوالو له لوري له سوداګرو څخه د باج اخيستلو مخه ونه نيسي، له هېواده به کډه وکړي او په کاري اعتصاب به لاس پورې کړي.

سوداګرو دغه ګواښ وروسته له هغه وکړ، چې د دوى په وينا، د ولايتي شورا د رييس جمال قدير ساتونکو د يوه سوداګر حاجي فاروق پر فابريکې بريد وکړ.

ملي سوداګر حاجي فاروق د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون د ولايتي شورا د رييس حاجي جمال قدير وسلوال ساتونکي د ده د يخ او برېښنا فابريکو ته ورغلي او لوټ کړې يې دي.

د هغه په وينا، دى د دغه بريد پر مهال په کابل کې  و او د جمال قدير د وسلوالو شمېر، چې په سپکو او درنو وسلو هم سمبال وو، د ٣٠ او ٤٠ تر منځ وو.

حاجي فاروق وايي، چې د ده د فابريکو ساتونکو هم مقاومت ښودلى، خو د نښتې په ترڅ کې يو ټپي او دوه نور يې د جمال قدير وسلوالو بيولي دي.

نوموړي وويل، چې د بريد پر مهال د ده د فابريکې ماشينونه او د برېښنا ترانسفرمر هم په مرميو ويشتل شوي او ويجاړ شوي دي.

هغه ادعا وکړه، چې د ولايتي شورا د رييس وسلوالو غوښتل، څو په صرافۍ مارکېټ کې د ده يو زوى هم وتښتوي.

نوموړي د پېښې د انګېزې په اړه پژواک ته وويل: ((د ولايتي شورا رييس جمال قدير زما په ګډون له ټولو سوداګرو باج اخلي او که چا ور نه کړ، نو زما په څېر له برخليک سره به مخامخ شي.))

د هغه په وينا، د ننګرهار ټول سوداګر د ولايتي شورا رييس جمال قدير ته له وېرې باج ورکوي او څوک غږ هم نه شي پورته کولاى.

ده وويل، سوداګر دومره بې وزله دي، چې له خپل سر او مال څخه ننګه نه شي کولاى.

حاجي فاروق شکايت وکړ، چې په رڼا ورځ د جمال قدير وسلوالو پرې بريد وکړ، خو دولتي ځواکونه له يو ساعت وروسته سيمې ته ور ورسېدل.

نوموړي زياته کړه: ((که مرکزي دولت مو غږ وانه وري، نو زه او زما نور سوداګر به خپلې کارخانې وتړو او له سيمې به کډه شو.))

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستيال او د ختيځو ولايتونو د مېوو او ترکارۍ پلورنکو ټولنې مشر ګل مراد پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې د زورواکو او خپلسرو وسلوالو واکمني ټينګه ده.

نوموړي زياته کړه، چې په تېره يوه مياشت کې د عبدالرحمن صراف زوى او يو بل صراف لياقت له جلال اباد ښاره وتښتول شول، چې وروسته د پيسو په بدل کې راپرېښودل شول.

ګل مراد  وايي: ((که زموږ عزت په پيسو ساتل کېږي، باج ورکوو او عزت ساتو، خو اوس مو عزت هم له سوال سره مخ دى.))

نوموړي زياته کړه، چې که دولت د پېښې عاملين مجازات نه کړي او سوداګر له دې ستونزې خلاص نه کړي، دوى به مارکېټونه، بازارونه وتړي او د هېواد دننه به خپل کارونه پاى ته ورسوي.

ګل مراد پرته له دې چې د چا نوم واخلي وويل، چې په ننګرهار کې درې زورواکې کورنۍ سوداګرو ته ستونزې جوړوي او باج ترې اخلي.

د ننګرهار د والي د دفتر يوه چارواکي د امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله عازم په حواله پژواک ته وويل، چې د پېښې په تړاو يې ٨  تنه نيولي او پوښتنې ګروېږنې يې ترې پيل کړې دي.

پژواک هڅه وکړه، چې د ولايتي شورا رييس حاجي جمال قدير او يا هم د هغه د دفتر نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

د جمال قدير په استازولۍ د ولايتي شورا يوه غړي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل، چې شخړه د جمال او فاروق د وسله والو تر منځ رامنځته شوې وه.

نوموړي په کلکه رد کړه، چې ګوندې د شورا رييس د پېښې پر مهال شتون درلود او زياته يې کړه، چې عدلي او قضايي ارګانونه به د ((پړ او وړ)) په معلومولو کې څېړنې وکړي.
بايد وويل، شي چې يوه مياشت وړاندې لسګونو وسلوالو د جلال اباد ښار په زړې غلجي پلازې کې ډزې وکړې او ٧ تنه يې ټپيان کړل.