ښرنه (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠): چارواکي وايي چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو څلور وسله وال بريدکوونکي خپلې موخې ته له رسېدو مخکې وژلي دي.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د سلواغې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې، څلورو وسله والو غوښتل چې د برمل ولسوالۍ بازار ته ننوځي او پر دولتي ودانيو بريدونه ترسره کړي؛ خو موخې ته له رسېدو مخکې، افغان او بهرنيو ځواکونو په نښه او ووژل.
د هغه په وينا، بريدکوونکو غوښتل چې د برمل ولسوالۍ پر ودانۍ او د ګډو ځواکونو پر مرکز بريدونه ترسره کړي؛ خو خپلې موخې ته ونه رسېدل.
نوموړي وويل، چې نښتې يو ساعت دوام وکړ او په پايله کې يې څلور واړه وسله وال د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري ووژل شول.
افغان زياته کړه چې د نښتې پر مهال، افغان او بهرنيو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان ن دى اوښتى.
دى وايي، چې سيمه دا مهال د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا کلابنده ده او د وسله والو جسدونه د نښتې په ځاى کې پراته دي او پلټنې پيل شوې دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوى يو شمېر کسان په برمل کې د بهرنيو ځواکونو مرکز ته ننوتي او ځانمرګي بريدونه يې ترسره کړي دي؛ خو د مرګ ژوبله په اړه يې څه نه دي ويلي.