جلال اباد (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠): د ننګرهار ولايت جهادي شورا وايي چې نور به د خپلسرو وسلو ګرځولو او له سوداګرو د باج اخيستلو مخه نيسي.
دغه څرګندونې د جهادي شورا په هغې لويه غونډه کې وشوې، چې د سلواغې په لومړۍ نېټه، جلال اباد ښار کې د دغې شورا د مشر او د ولسي جرګې د غړي حاجي حضرت علي په مشرۍ جوړه شوې وه.
په غونډه کې د جهادي شورا د غړو ترڅنګ د ولايت مرستيال، حنيف ګرديوال، د ننګرهار امنيه قوماندان، د ملي امنيت رييس، د مدني ټولنو مشرانو، د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، د سوداګرو استازو او يو شمېر ولسوالانو برخه اخيستې وه.
د جهادي شورا مشر او د ولسي جرګې غړي حاجي حضرت علي، د دې غونډې موخه په ننګرهار کې له سوداګرو د باج اخيستنې، د خپلسرو وسله والو شتون، تښتونو، غلاوو او نورو ناقانونه کارونو مخنيوى په ګوته کړ.
هغه زياته کړه، چې په ملي شورا کې د ننګرهار د استازو په سلا او استازيتوب دلته راغلى، د خلکو او حکومت ترمنځ پرتې ستونزې به اوري، حکومت ته به يې رسوي او په کابل کې د ختيځو ولايتونو د وکيلانو يوه غونډه به هم راوبولي او دغه ستونزې به د هغوى پر وړاندې هم ږدي او د حل لاره به ورته پيدا کوي.
د جهادي شورا مشر زياته کړه، چې د ننګرهار پر ولس او سوداګرو ځايي اداره، د ولايتي شورا او ملي شورا غړي او خپلسري وسله وال ظلمونه کوي او له سوداګرو باج هم اخلي؛ خو حاجي حضرت علي د چا نوم وانخيست.
د نوموړي په وينا، په ختيځ کې ستونزې اوج ته رسېدلې دي، دولت دې د وسلو په وېشلو له سره نظر وکړي او هېچا ته دې بې مورده وسلې نه ورکوي.
حاجي حضرت علي له ولايتي ادارې وغوښتل، چې اصلاحات رامنځ ته کړي او سوداګر دې هم زورواکو ته جزيه او باج نه ورکوي.
د يادونې وړ ده، چې د دې ولايت يوه سوداګر حاجي غلام فاروق ادعا کړې وه، چې د ولايتي شورا د رييس جمال قدير وسله والو يې پر فابريکې بريد کړى او له ده يې باج غوښتى و؛ خو ولايتي شورا د باج خبره رد کړې ده.
د سوداګرو په استازيتوب ډاکټر مخلص احمد وويل، چې د دې ولايت سوداګر څو څو ځلي تر ملي شورا تللي دي؛ خو چا يې غږ نه دى اورېدلى.
د هغه په وينا، يوه مياشت مخکې پوليسو ترې په مومندرې سيمه کې باج اخيسته، کله چې والي ته يې شکايت وکړ، هغه کمېسيون وټاکه، خو کومه پايله يې ورنه کړه.
ډاکټر مخلص وويل: ((موږ بې وسلې يو او له وېرې باج ورکوو.))
د ولايتي شورا منشي ډاکټر لعل محمد دراني وويل، چې چارواکي ولس ته کار نه کوي او د ستونزو پر مهال د وکيلانو ټېلېفونونو ته ځواب نه ورکوي.
د هغه په وينا، د ځايي ادارې د بې پروايۍ له امله د کانال ځمکې مخ پر وچېدو دي او سوداګرو د پټو معاملو له مخې زورواکو ته باج ورکوي.
د قومونو په استازيتوب د شينوارو قومي مشر حاجي اختر محمد شينواري وويل، چې زورواکي او سوداګر په ناقانونه سوداګرۍ کې شريک دي، کله چې ترمنځ يې مالي ستونزه راپورته شي، بيا سوداګر شکايت کوي.
نوموړي زياته کړه، چې دولت د قومي ستونزو پر مهال لورى نيسي او دغه ستونزې نه هواروي او ادعا يې وکړه، چې له ولسوالانو نيولې تر والي پورې په غصب کې شريک دي.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال، غونډې ته په وينا کې وويل چې په ننګرهار کې زورور ځمکې غصبوي؛ خو څوک يې مخه نه شي نيولى.
نوموړي دغه راز په دې ولايت کې د خپلسرو وسله والو شتون تاييد کړ او زياته يې کړه، چې د دولت له هڅو سره سره، د بې قانونه وسلو ګرځوال عادي کار ګرځېدلى دى.
ګرديوال له حاجي حضرت علي، حاجي ظاهر قدير، حاجي امان خيري او فضل هادي مسلم يار غوښتنه وکړه، هغه وسله وال چې د دوى د کورنيو د شهيدانو له عکسونه او نومونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي، د مخنيوي لپاره يې مرسته وکړي.