لښکرګاه (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠): چارواکي وايي چې د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او شپږ ژوندي نيول شوي دي.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي د سلواغې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو، د موسى کلا ولسوالۍ په لنډۍ ناوه سيمه کې د وسله والو طالبانو د کمين په ترڅ کې رامنځ ته شوه، چې له امله يې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوندي نيول شوي دي.
د هغه په وينا، د وسله والو درې مړي د نښتې په ډګر کې پاتې شوي او پوليسو له نورو ژونديو نيول شويو سره يوځاى د موسى کلا ولسوالۍ ته لېږدولي دي.
نوموړي وويل، چې يادې شوې نښتې دوه ساعته دوام وکړ، چې يو شمېر وسلې او مهمات هم د پوليسو لاس ته په کې ورغلي دي.
احمدي زياته کړه، چې په نښته کې پوليسو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
د هلمند امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوولينو پژواک اژانس ته وويل، چې ياد شوي پوليس تازه له روزنيز کورس څخه فارغ شوي او د موسى کلا په ولسوالۍ کې پر دندو ګومارل شوي وو.
دوى هم وسله والو طالبانو ته ياده شوې مرګ ژوبله تاييد کړه او زياته يې کړه، چې پوليسو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې نن سهار په لښکرګاه ښار کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.