Language

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

 کابل (پژواک ٤ سلواغه٩٠): د کابل چاپ نننيو ورځپاڼو په خپلو سرليکنو کې بېلابېل موضوعات څېړلې، چې د هغې عمده سر ټکي د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنه، افغانستان ته د ګروسمن سفر او د حقاني ډلې له استازو سره د هغه ليدنه کتنه او دا ډول نور موضوعات جوړوي.

 د سرنوشت ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د ولسي جرګې د اداري پلاوې د تېرې ورځې پر ټاکنو ليکنه کړې او د دغو ټاکنو د پايلو په اړه يې د خپلې نا خوښۍ د څرګندولو سره يوځاى ليکلي دي، چې له ولسي جرګې وروستۍ هيله هم وشلېده.

 د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکنو په لومړي پړاو کې له قانون څخه د ملاتړ ايتلاف مشر عبدالظاهر قدير، چې پر حکومت باندې له سختو نيوکو کوونکو څخه شمېرل کېږي، د دې جرګې د مرستيال په توګه وټاکل شو.

  ورځپاڼه د ولسي جرګې د اداري پلاوي د تېرې ورځې ټاکنو ته په اشارې سره په دې اند ده، چې د دې جرګې د کار د دويم کال په پيل کې د ولسي جرګې دغه اقدام ، د دې جرګې د تېر کال د کړنو دوام دى او ورځپاڼه دغه ډول ټاکنې د ملي ګټو پر خلاف او د شخصي ګټو د خوندي کولو په لاره کې يو ګام ګڼي.

 چراغ ورځپاڼه بيا د سولې د خبرو اترو په بهير کې د حکومت کمزورې ونډې ته اشاره لري او په قطر کې د طالبانو لپاره د يوه دفتر پرانيستل کېدل ، د امريکا او نړيوالې ټولنې له خوا د دې ډلې د په رسميت پېژندنې په مانا گڼي.

 دغه ورځپاڼه ((ديوه هېواد، دوه حکومته)) تر سرليک لاندې دغې موضوع ته دوام ورکوي او په دې اند ده، چې امريکايي چارواکي د دغه هېواد د ولسمشرۍ د ټاکنو په بهير کې غواړي د افغانستان لپاره د سولې او ډيموکراسۍ له دوو غوراويو څخه يوازې سوله غوره کړي او په دې توګه ډيموکراسي له طالبانو سره د خبراترو پرمېز قرباني کړي.

 د ارادې ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله کې افغانستان ته د امريکا د ځانګړي استازي ګروسمن سفر څېړلى او د حقاني ډلې له استازو سره يې د ليدنې کتنې په اړه د هغه خبرو ته اشاره کړې ده.

 ورځپاڼه په داسې حال کې، چې د دې ليدنې کتنې په ترڅ کې د پاکستان ونډه لرې نه گڼي، په دې اند ده، چې امريکا او نړيواله ټولنه په افغانستان کې په خپلو لس کلنو پانګه اچونو کې له ماتې سره مخ شوې او د خپلو لرې کړيو، پخوانيو مهرو څخه د بيا کار اخيستنې په لټه کې ده.

 د ويسا ورځپاڼې په سياسي مسايلو کې له خپل دريځ څخه د افغان حکومت په شاتګ غندلى او په دې نظر ده، چې په وړوكيو مسئلو كې جوړجاړى او پر دريځ نه درېدل په سياسي معاملو كې عادي خبره ده، خو د ورځپاڼې په خبره، ځينې مسئلې بيا بنسټيز رول لري، چې چارواكي يې بايد د يوه اصل په توګه رعايت كړي.

 ويسا په داسې حال کې، چې د ولس له قوله چارواکي په خپل دريځ پر نه درېدو تورنوي، ليکي، چې له نړيوالو سره په اړيكو او سياسي معاملو او همدارنګه په حكومتي اداره كې د افرادو په ګومارلو کې نور د بيځايه مصلحتونو او د ورځپاڼې په خبره د حاتم بخشۍ وخت تېر شوى دى.

 د افغانستان ورځپاڼه د ستراتيژيکو تړونونه او د نړيوالو مرستو د دوام تضمين تر سرليک لاندې له څو اروپايي هېوادو سره د افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو تړون ته اشاره لري او په دې اند ده، چې له فرانسې، انګلستان او ايټاليا سره به لاسليک کېدونکي تړونونه د افغانستان په راتلونکي ښه اغېز ولري.

 د ورځپاڼې په خبره، په ٢٠١٤ کال کې د نړيوالې ټولنې تر وتلو وروسته د افغانستان وضعيت په اړه اندېښنې د دې لامل وګرځېدې، تر څو د افغانستان دولت او نړيواله ټولنه د دغو ستونزو او اندېښنو د لرې کولو لپاره د دوه اړخيزه همکاريو د دوام په موخه ديوه ټاکلي چوکاټ خبره مطرح کړي او د ستراتيژيکو تړونونو پر لاسليک ټينګار وکړي.

 د محور ورځپاڼه هم د سولې په خبرو اترو کې د افغان حکومت يوې څنډې کولو ته اشاره لري او ليکلي يې دي، چې که چېرې افغان حکومت د سولې په دغو خبرو اترو کې په څنډه کې وساتل شي، نو دغه اندېښنې هم بايد له پامه ونه غورځول شي، چې افغان حکومت به هم د سوېلي ويتنام د حکومت په برخليک اخته شي.

  ورځپاڼه په دې باور ده، چې افغان حکومت بايد خپل ځان ثابت کړي او نړيوالې ټولنې ته بايد قناعت ورکړي، چې اوس دوى هم د افغان کشالې يو اړخ دى.

 د ملي ارمان ورځپاڼې هم د هېواد په اوسني وضعيت کې د پارلمان ونډې ته اشاره کړې او له پارلمان څخه يې د ولس هيلي او غوښتنې څېړلې دي.

 دغه ورځپاڼه، چې تر ډېره بريده له حکومتي سياستونو څخه په ګوت نيونه شهرت لري، په دې اند ده، چې ولس په هېواد کې د سولې د ټينګښت په لار کې د حکومت له کړنو په تنګ ده او بايد ملي شورا د دې نېمګړتيا د لرې کولو په لار کې هڅه وکړي.

د هېواد دولتي ورځپاڼې هم د افغان حکومت په خوښه د سولې د پروسې پر ګړنديتوب باندې ليکنه کړې او په افغانستان کې يې د سولې د ټينګښت لپاره د کورنيو او بهرنيو هڅو يادونه کړې ده.

هېواد ليکلي، داسې ښکاري، چې وسله وال طالبان هم د سولې لپاره د نړيوالې ټولنې دوه اساسي شرطونه، چې د افغانستان د اساسي قانون منل او له ترهګرۍ څخه لاس اخيستنه ده، منلي دي.