مزارشريف (پژواك ٥ سلواغه ٩٠): د امنيت د لېږد په دويم پړاو كې د بلخ ولايت د امنيت د چارو مسووليت افغان ځواكونو ته وسپارل شو.
افغان ځواكونو ته د امنيت د لېږد سپارلو په وياړ غونډه كې چې د سلواغې په ۵مه، د بلخ ولايت په مقام كې تر سره شوه، د امنيت د لېږد پروسې مسوول ډاكټر اشرف غني احمدزي، د بلخ د والي په ګډون د شمال زون لوړ پوړو امنيتي مسووولينو، په افغانستان كې د المان سفير او په مزارشريف كې د يو شمېر هېوادونو قونسلرانو برخه اخيستې وه.
د امنيت د لېږد پروسې مسوول ډاكټر اشرف غني احمدزي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې د بلخ ولايت د امنيت د لېږد پروسې له بشپړېدو سره د ۵۰ سلنه افغانانو د امنيت د مسووليت افغانانو ته وسپارل شو.
نوموړي زياته كړه، چې په بلخ ولايت كې د امنيت د لېږد لومړۍ دورې څخه تر ننه پورې د امنيت په برخه كې مثبت بدلون راغلى دى.
د هغه په وينا، له نن وروسته به دغه بدلون لا پسې زيات شي.
اشرف غني احمدزي، بلخ د هېواد په كچه د ملكي او پوځي همغږۍ لرلو د ښې بېلګې په توګه ياد كړ او زياته يې كړه، چې په دغه ولايت د همدې همغږۍ او د خلكو د ملاتړ له امله امنيت د تېر په پرتله خورا ډادمن شوى او د امنيت د لېږد پروسه يې بريالۍ كړې ده.
هغه د هېواد په كچه د امنيت په اړه وويل: ((اساسي ستونزه دا ده چې سياسي قشر سره همغږي نه لري، چې له امله په دولتي چارو كې وړې وړې لاسوهنې كېږي او ستونزې زېږوي.))
احمدزي وويل، چې خپله به د ډوډۍ پر ځاى واښه وخوري؛ خو خپل ځواكونه به تر دې سمبال كړي، چې د خپل هېواد ساتنه په خپله وكړاى شي.
نوموړي زياته كړه، لا هم افغانان دې ته اړتيا لري چې نړيوال ورسره په هره برخه كې مرسته وكړي.
د هغه په وينا، د امنيت د لېږد پروسې له پيله تر دې دمه ورسره نړيوالو خپل ملاتړ كړى دى او له دې وروسته به يې هم كوي.
په افغانستان كې د المان هېواد سفير رودګر كونيګ (Rodger Konig)، چې په غونډه كې يې برخه لرله، د خپلو خبرو په ترڅ كې د امنيت د لېږد پروسې ملاتړ وكړ او دا يې د افغانستان لپاره ګټوره وبلله.
نوموړي زياته كړه، چې د امنيت د لېږد پروسه بريالۍ روانه ده او تردې دمه يې ښه پايله وركړې ده.
د هغه په وينا، د امنيت د لېږد پروسې په ډاګه كړه، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته افغانان په بشپړه توګه د خپل هېواد امنيت ساتلو لپاره جوګه كېږي.
د المان سفير وويل: ((له افغانانو سره به زموږ همكاري لا پسې اوږدېږي او له ۲۰۱۴ كال وروسته به هم افغانستان يواځې پرې نه ږدو.))
خو د بلخ والي عطامحمد نور غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې د امنيت د لېږد پروسې د برياليتوب لپاره د افغان ځواكونو د كيفيت او كميت د پرمختګ ترڅنګ غښتلي هوايي او دفاعي ځواك ته اړتيا شته ده.
نوموړي زياته كړه، چې د امنيت د لېږد په لومړي پړاو كې نړيوالو د ځينو مرستو يادونه كړې وه، چې لا يې نه دي تر سره كړي.
د شمال زون د ملي اردو د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان ډګر جنرال زلمي ويسا د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، دوى چمتو دي چې د شمال زون د هر ولايت او ولسوالۍ د امنيت د چارو مسووليت پر غاړه واخلي.
نوموړي زياته كړه، كه چېرې ورسره نړيوال مرسته كوي او كه يې نه كوي، خو دوى دنده لري، چې د خپل هېواد د ساتنې په موخه له هر ډول سرښندنې درېغ ونه كړي.
د غونډې په پاى كې د امنيت لېږد جنډې په پورته كولو، رسماً د بلخ ولايت د امنيتي چارو مسووليت افغان ځواكونو ته وسپارل شو.
د بلخ ولايت اوسېدونكي هم، افغان ځواكونو ته د دغه ولايت د امنيتي چارو پر لېږد خوښ دي.
د مزارشريف ښار اوسېدونكي سيد سميع الله پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د امنيت د لېږد روانه پروسه، خلكو ته د هېوادپالنې احساس وركوي.
نوموړي زياته كړه، دى خوښ دى چې نن يې د خپل ولايت د امنيتي چارو مسووليت خپلو خلكو په لاس كې واخيست.
د امنيتي چارو د لېږد د نننيو مراسمو لپاره په مزارشريف ښار كې د افغان ځواكونو له خوا ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي و، چې په ترڅ كې د روضې مباركې شاوخوا مركزي لويې لارې له سهاره تر ماسپښين دوه بجو پورې د موټرو پر مخ بندې وې.
افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه د روان لمريز کال په لومړۍ مياشت کې پيل شوه او د دې مرحلې په لومړي پړاو کې اووه سيمې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې؛ دويم پړاو يې د چنګاښ په مياشت کې اعلان شو، چې په ترڅ کې يې ١٨ سيمې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي او دا پروسه روانه ده.