کلات (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): د امريکا سفير راين کراکر له زابل څخه د يوې ليدنې په ترڅ کې له دغه ولايت سره د ٦،٤ ميلونه امريکايي ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.
په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو سفير راين کراکر نن (د سلواغې ۸ مه) زابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د زابل د والي په ګډون له يو شمېر نورو دولتي چارواکو سره وليدل او د زابل پر اوسنۍ امنيتي حالت او د بيارغونې پر بهير يې ورسره خبرې وکړې.
د زابل د والي وياند شريف ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امريکا د متحده ايالاتو د سفير د سفر موخه د زابل د حالاتو له نږدې ليدنه او د شته ستونزو څخه خبرول وو.
د ده په خبره، د زابل والي د امريکا سفير ته د زابل د امنيتي، تعليمي، کرنيزې او اقتصادي وضعيت او د سولې د بهير په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وويل، چې راين کراکر په زابل ولايت کې پر رامنځ ته شويو پرمختګونو خوښي وښوده او ددې ولايت چارواکو ته يې په بېلابېلو برخو کې د خپل هيواد د همکاريو ډاډ ورکړ.
د زابل له دولتي چارواکو سره تر ليدنې وروسته د امريکا سفير او د زابل والي په يو مطبوعاتي کنفرانس کې هم ګډون وکړ.
د امريکا سفير وويل، چې په روان زيږديز کال کې به د زابل سره د ٦،٤ ميلونه ډالرو مرسته وکړي، چې له امله به يې په دې ولايت کې بېلابېلي پرمختيايي پروژې پلې شي.
نوموړي زياته کړه، چې ٤،٢ ميلونه ډالر يې په زابل کې د عالي دارالمعلمين لپاره د يوې نوې ودانۍ د جوړيدو لپاره ځانګړي کړي دي.
هغه زياته کړه، چې دوه ميليونه نور ډالر به په دې ولايت کې د کرنې او مالدارۍ، روغتيا او بيارغونې د پروژو د عملي کولو په برخه کې په روان زيږديز کال کې د دوى لخوا په زابل ولايت کې ولګول شي.
د زابل والي اشرف ناصري د خپلو خبرو په ترڅ کې د امريکا د سفير له ننني سفر څخه خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې دوى به په خپل ټول توان سره هڅه وکړي چې د متحده ايالاتو له لوري کيدونکي مرستې په سمه توګه ولګوي .
د امريکا سفير په داسې حال کې له زابل سره د ٦،٤ ميليونه ډالرو د مرستې ژمنه وکړه، چې تر دې وړاندې هم د امريکا د متحده ايالاتو د ولايتي بيارغونې ډلې له دې ولايت سره تر ټولو لويه مرستندويه سرچينه بلل شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP