مزارشريف (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): په بلخ کې د شمال د نهو ولايتونو په کچه په امنيتي غونډه کې چارواکو وويل، چې د نوي کال په پيل کې د شمال د ډاډمن امنيت لپاره د “نويد” په نوم عمليات پيلوي.
په دغې ناسته کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان تورن جنرال زلمي ويسا، د ۳۰۳ پامير زون قوماندان جنرال بابه جان، په شمال کې د ايساف قوماندان جنرال مارکوس کنايپ، په شمال کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال سيدخېلي، د بغلان والي منشي عبدالمجيد او د کندوز والي محمد انور جګدلک برخه اخيستې وه.
په شمال کې د شاهين ۲۰۹ قول اردو قوماندان تورن جنرال زلمي ويسا، د سلواغې په ۶مه خبريالانو ته وويل، چې دغه عمليات به د نوي کال په پيل کې د شمال په نهو ولايتونو کې د امېد د عملياتو د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره، چې پخوا پر لاره اچول شوي، ترسره شي.
دغه نهه ولايتونه بلخ، سرپُل، سمنګان، فارياب، جوزجان، تخار، کندوز، بغلان او بدخشان دي.
ويسا زياته کړه: ((د امېد د عملياتو څلورمه برخه ژمني عمليات لا تراوسه دوام لري.))
نوموړي وويل، چې په شمال کې يې امنيتي ګواښونه په لوړ، منځني او ټيټو کټګوريو وېشلي دي او په دغو عملياتو کې به پر بغلان او کندوز ولايتونو ډېر تمرکز وشي.
نوموړي زياته کړه، چې د بغلان او کندوز ولايتونو د لويو لارو امنيت د دوی په ستراتيژيکو پلانونو کې دي او له همدې امله په دغو دوو ولايتونو کې به زيات عمليات ترسره کوي.
د هغه په وينا، د روان کال تر پايه به په دغې قول اردو کې نږدې پنځه زره نور سرتېري هم زيات شي.
په شمال کې د ۳۰۳ پامير زون قوماندان جنرال بابه جان وويل، چې په دغو پسرلنيو عملياتو کې پوليس هم رول لري او هيله من دی، چې د امنيت په راوستلو کې به بريالي شي.
نوموړي زياته کړه، چې پوليس اوسمهال د شمال په ۱۱۴ ولسواليو او لويو لارو د امنيت په ساتلو بوخت دي.
په شمال کې د ايساف ځواکونو قوماندان جنرال مارکوس کنايپ وويل، چې په شمال کې امنيت ښه شوی دى؛ خو دا په دې معنا نه ده، چې ګواکې هېڅ امنيتي ګواښونه نه شته دي.
نوموړي زياته کړه، چې دښمن د مخامخ جګړې وس نه لري او په وړو ځايونو کې پټ دی.
د هغه په وينا، د همدې ګواښونو د مخنيوي لپاره ښايي امنيتي ځواکونه په ټولو سيمو کې خپل شتون وښيي.
په شمال کې د ايساف قوماندان وويل، چې دوی لا هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او په شمال کې د امنيت د راوستلو په موخه ورسره مرسته کوي.
دغه امنيتي ناسته په داسې حال کې جوړېږي، چې تېره ورځ له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي مسووليتونو د لېږد په دويم پړاو کې د بلخ ولايت امنيت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.