Language

تښتوونکو په سرپل کې يو ټکسي چلوونکى و واژه

مزارشريف (پژواك ٨ سلواغه ۹۰): وسلوالو غلو په سرپل ولايت کې يو ځوان ټيكسي چلوونكى له تښتولو وروسته وژلى او ځايي امنيتي مسوولين وايي، چې په تور يې دوه تنه نيولي دي.

د سرپل امنيه قوماندان جنرال محمديعقوب زابلي د سلواغې په ۸مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې د ګوسفندي ولسوالۍ په صدمېش دښته كې د يو ځوان خښ شوى مړى وموند.

نوموړي زياته كړه، چې وژل شوى ځوان دوه ورځې وړاندې له مزارشريف ښار څخه د سرپل صدمېش ولسوالۍ ته تښتول شوى و.

د هغه په وينا، د دغه ځوان د وژنې او تښتونې په تور يې دوه تنه نيولي او د پوليسو تر څارنې لاندې دي.

جنرال زابلي وويل، چې د دغه ځوان مړى نن خپلې كورنۍ ته وسپارل شو او مزارشريف ته يې ولېږداوه.

د وژل شوي ځوان کاکا خداى بېردي پژواك اژانس ته وويل، چې د ده وراره (۲۲ كلن فيض الله) دوه ورځې وړاندې د مزارشريف ښار د شور دښتې د ټيكسي موټرو له لومړي تمځاى څخه په چل بيولى و.

نوموړي زياته كړه، چې وراره يې ټيكسي چلوله او غلو د همدې ټيكسي د ترلاسه كولو په موخه تښتولى و.

د هغه په وينا، دوى بېګا شپه د پوليسو له لارې خبر شول، چې غلو له تښتولو وروسته هغه وژلى او په صدمېش دښته کې يې تر خاورو لاندې کړى دى.

خداى بېردي له امنيتي مسوولينو د خپل وراره د وژونكي د سزا غوښتنه وكړه.

د سرپل امنيه قومندان وويل، چې دوى د پېښې په اړه پلټنې او د تښتونې او وژنې په اړه له نيول شوو كسانو پوښتنې پيل كړې دي.