ژبه

ملګرو ملتونو پر کونړ، خوست او پکتیکا د پاکستان بریدونو کې اوښتي ملکي تلفات تایید کړل

احمد صهیب حسرت

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۲:۰۰

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵): یوناما او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند د پاکستان پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ځینو برخو وروستیو هوايي بریدونو کې پر اوښتو ملکي تلفاتو اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو، د دوامدار اوربند د ټينګښت، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د خبرو له لارې د اختلافاتو د حل غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د چهارشنبې شپې هوايي بریدونو کې ۱۳ کسان چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۴ نور چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق هم په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله په کونړ، خوست او پکتیکا کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځ د افغانستان د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي دي.

ملګرو ملتونو دغه چارواکي له دواړو لورو غوښتي چې د بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو له ژمنو سره سم عمل وکړي او د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو له هدف ګرځولو ډډه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې هوايي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي، چې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

یوناما یو ځل بیا د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو، د دوامدار اوربند د ټينګښت، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د بشري مرستو د لېږد لپاره د لارو د بیا پرانیستو غوښتنه کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې خپلې شخړې د خبرو له لارې حل کړي.

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تېر ماښام په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د بې‌ګناه ملکي وګړو د کورونو د بمبارۍ په اړه یې خپل سخت او قاطع اعتراض ورته وړاندې کړی دی.

دغه وزارت دغه اقدام تېری او بشري جنایت بللی، هغه یې د نړۍوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض ګڼلی او په سختو الفاظو یې غندلی دی. همدارنګه ټینګار شوی چې د هېواد د خاورې دفاع او د خلکو د امنیت تأمین د دوی شرعي مسوولیت دی.

سرچینې زیاته کړې: «پاکستانی لوری باید درک کړي چې د نیابتي سیاستونو د عملي کولو پر ځای د خپلو داخلي ستونزو لپاره بنسټیز حل لارې ولټوي. څنګه ممکنه ده چې د یوه هېواد د ماشومانو او ښځو وژل د بل هېواد امنیت تأمین کړي؟»

د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په څرګنده یادونه کړې چې د دغو تحریک‌کوونکو اقداماتو او تکراري جنایتونو ټول مسوولیت به د پاکستان د پوځ پر غاړه وي.