ژبه

د پاکستان هوايي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي شهیدان او ۱۴ نور ټپیان شوي

محمد يوسف منګل

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۰

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د سرچینو د معلوماتو له مخې، په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان پوځي رژیم په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي شهیدان او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، تېره شپه د پاکستان متجاوز پوځ یو ځل بیا د افغانستان حریم نقض کړ؛ په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې ملکي کورونه بمبار کړل.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری شهیدان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

مجاهد وایي: «موږ دغه بشري جنایت او تجاوز په کلکه غندو.»

ځایي سرچینو هم پژواک ته ویلي چې پاکستان په یادو ولایتونو کې بمبار کړی او ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

په خوست کې یوې سرچینې وویل چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ اړوند د مڼې کلي د یوه اوسېدونکي پر کور هوايي برید کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان شهیدان شوي او لس نور ټپیان دي.

دغه‌راز، د پکتیکا د برمل ولسوالۍ یو اوسېدونکی وایي چې پاکستان تېره شپه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړوند په منګړیتۍ کلي کې هم بمبار کړی چې له امله یې درې ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

په کونړ کې هم یوه ځایي سرچینه وایي چې پاکستان تېره شپه د کونړ د شلتن ولسوالۍ اړوند د برکلي پر کارګوړ سیمه هم هوایي برید کړی دی.

هغه وایي چې په دغه برید کې یوه ماشومه شهیده او مور یې ټپې شوې ده.