منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۵ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ټپیان

۲۹ راپورونه

راپورونه

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان وو

تېره اونۍ، تورخم کې نښتو مرګ‌ژوبله واړوله او هلته د پژواک د خبریال په ګډون دوه افغان خبریالان هم ټپیان شول او اوچا، جاپان او ډنمارک له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۶۲ میليون ډالر ځانګړي کړل.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان وو

تېره اونۍ، اسلو او کابل د ډيپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې، چین وویل چې له کابل سره یې اړیکو کې ښه‌والی راغلی او د امنیت شورا کې په افغانستان کې د داعش په اړه اندېښنې وښودل شوې، خو ا.ا وویل چې داعش افغانستان کې ځواک نه لري.  

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان وو

تېره اونۍ م.م له ا.ا سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ، قرغیزستان «طالبان» د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړل او د امنیت شورا ۱۲ غړو د امر بالمعروف قانون په اړه اندېښنه وښوده، خو روسیې، چین او الجزایر په دې اړه اعلامیه نه ده لاسلیک کړې.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان وو

تېره اونۍ، ا.ا د وسلو د پلور په اړه د ټرمپ خبرې رد کړې، ځینو هېوادونو افغانستان کې د سفارتونو پرانیستې ته لېوالتیا وښوده او اسلام‌اباد له کابله د بنو برید په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه، خو کابل وایي، دا برید له افغانستان سره تړاو نه لري.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان وو

تېره اونۍ، دوحه کې د افغانستان په اړه غونډې د خبرونو سرټکي جوړول، د شانګهای همکاریو سازمان باثباته افغانستان د سیمې په ګټه وباله او ځینو هېوادونو افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړښت غوښتنه کوله خو ا.ا وایي، د حکومت څرنګوالی کورنۍ موضوع ده.

غړي

روانه میاشت هېواد کې د ورښتونو او سړې هوا له امله ۶۰ کسان مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، روانه کب میاشت کې د هېواد په کچه د ورښتونو او سړې هوا له امله ۸۳ کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو ترڅنګ څه باندې ۱۷۷ زره څاروي تلف او تر زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۳ کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو

تېره اونۍ پاکستان په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د شتون ادعا وکړه، خو مجاهد رد کړه او ایران وویل چې د سیمې هېوادونه له ا.ا سره د همکارۍ په اړه هم‌نظره دي، خو اروپایي ټولنې د ا.ا پر درېیو وزیرانو بندیزونه ولګول.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۶ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان وو

تېره اونۍ یوناما وویل چې د افغانستان په اړه د دوحې ناستې ته ورته جوړېدونکې غونډې ته د ا.ا استازي هم بلل کېږي، بایډن بیا وویل چې القاعده په افغانستان کې نشته، خو یو بل امریکایي چارواکي دا څرګندونې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره هڅه وبلله.

نور راپورونه