ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان وو

author avatar
24 Mar 2024 - 15:23
تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان وو
author avatar
24 Mar 2024 - 15:23

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): تېره اونۍ، افغانستان په ځوابي برید کې د پاکستان پوځي مرکزونه په درنو وسلو وویشتل، اذربایجان کابل کې سفارت پرانیست او اروپايي ټولنې له اړو افغانانو سره پنځه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • پر خوست او پکتیکا د پاکستان بمبار؛ مجاهد: دا ډول بريدونه داسې بدې پایلې لرلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان له واکه ووځي.
  • افغان ځواکونو په ځوابي برید کې پر فرضي کرښه د پاکستان پوځي مرکزونه په درنو وسلو وویشتل.
  • عمران خان پر افغانستان د پاکستان هوايي بريدونه وغندل.
  • ۱۴۰۳ښوونيز کال پيل شو، خو لا هم د نجونو پر مخ د ثانوي او لوړو زده‌کړو دروازې بندې دي.
  • اذربایجان په لومړي ځل کابل کې سفارت پرانیست او ا.ا مسکو ته خپله پوځي اتشه معرفي کړه.
  • اروپايي ټولنه افغانستان کې له اړو کسانو سره پنځه میلیونه یورو مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان وو.

ځايي چارواکي وايي، د کندهار ښار، په يو ځانمرګي برید کې د بريدګر په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، په پکتیکا او خوست کې د پاکستاني ځواکونو په هوايي بريدونو کې اته ملکي وکړي وژل شوي او پکتیا کې د يادو ځواکونو په ډزو کې یو کس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په دره‌نور، ګوشتې، خوږيانيو او هسکې‌مېنې ولسواليو کې د کورنيو تر منځ په شوو شخړو کې څلور وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

دغه راز، د ياد ولایت په کوزکونړ ولسوالۍ کې يوه مېرمن تر هغې وروسته د خپلې خسرګنۍ له لوري د چړو په ګوازونو ووژل شوه چې بدلي مېرمنې يې ځان‌وژنه کړې وه او همدغه ولایت په نازيانو ولسوالۍ کې بیا د پخواني ماين چاودنه کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فاریاب ولايتي چارواکي وايي، دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې پر څرځای د شخړې له امله ۱۱ کسان ټپيان شوي، د ياد ولایت په خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ کې د مرستو پر وېش شخړه شوې او له امله يې نهه کسان ټپيان شوي، قرمقول ولسوالۍ کې يوه نجلۍ په تېروتنې ډول د وسلې پاکولو پر مهال وژل شوې، پښتونکوټ کې يو ځوان وژل شوی، ناپېژاندو وسله‌والو په قیصار ولسوالۍ کې يو سړی او په المار ولسوالۍ کې يوه ښځه خپل وژلي دي.

د بادغيس امنيتي ځواکونه وايي، د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ د دوو کسانو په شخړه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی او د ياد ولایت په مرکز قلعه‌نو کې په نشو روږدي کس خپله اووه کلنه لور وژلې ده.

ځايي چارواکي وایي، کونړ کې د یوه لاسي بم چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي، ناپېژانده وسله‌والو خوست دوه کسان او په غور کې د دې ولایت د استیناف محکمې یو قاضي او د هغه اووه کلنه لور وژلي، پنجشېر کې د پخواني ماين چاودنې له امله يو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړي او سرپل کې يو کس خپله مېرمن وژلې ده.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

پر پاکستان د افغانستان ځوابي برید

تېره اونۍ، د افغانستان اسلامي امارت وویل چې پاکستاني الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ په لمنه او د خوست سپیرې ولسوالۍ په افغان‌دوبۍ سیمو کې د عامو وګړو پر کورونو بريدونه کړي چې له امله یې پنځو ښځو او درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ.

اسلامي امارت یاد بريدونه د افغانستان پر حریم تېری بللی او د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي چې افغان سرحدي ځواکونو په ځوابي برید کې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه په درنو وسلو ويشتلي او ورسره د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه هم وشوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد د یادو بريدونو غبرګون کې ويلي چې خوست او پکتیکا کې د پاکستان الوتکو بمبار داسې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.

پاکستان ویلي چې په دغو بریدونو کې یې د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان عبدالله شاه او د هغه کسان په نښه کړي دي.

خو عبدالله شاه په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي چې هغه په وزیرستان کې دی او ژوندی دی.

له ياد بريد وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او احتجاج‌لیک یې ورته وسپاره.

ځینو افغان سیاستوالو پر افغانستان د پاکستان بریدونه د نړۍوالو قوانینو نقض بللی، د افغانستان ځوابي برید ستایي او زياته کړې يې ده چې پاکستان دې پوه شي چې افغانان د یو واحد ملت په توګه خپلې خاورې ته د بل چا ان بد کتل هم نه شي زغملای.

دغه راز، د ‎پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم یاد بریدونه غندلي او ويلي يې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو خرابیدل د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ناکامي څرګندوي.

د نوي ښوونيز کال پیل؛ د نجونو د زده‌کړو د بيا پيل غوښتنې

تېره اونۍ، د چهارشبنې په ورځ کال نوی او په ټول هېواد کې ۱۴۰۳ښوونيز کال د (باکيفيته معارف، روښانه راتلونکي) تر شعار لاندې، په داسې حال کې پیل شو چې د نجونو پر مخ د ثانوي او لوړو زده‌کړو دروازې اوس هم بندې دي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د لوړو زده‌کړو مرکزونو ته له تلو منع شوې. خو اسلامي امارت په وار وار ویلي چې دغه چاره موقتي ده او د مناسب چاپېریال په رامنځته کېدو سره به ټولو نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړل شي.

افغان چارواکو د ياد ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې ویلي چې بې‌علمه ملت تل نورو ته احتیاج وي او بل ته احتیاج ملت هيڅکله مستقل کېدای نه شي؛ نو په همدې اساس باید د ديني علومو ترڅنګ په عصري زده‌کړو او ټکنالوجۍ د افغان ماشومانو سمبالولو لپاره لا ډېر کار وشي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمداشرف غني د نوي کال پیغام کې د نجونو زده‌کړو پر پيل د ټینګار کړی او ويلي يې دي چې له زرو ډېرې ورځې کېږي چې افغان نجونې په داسې حال کې له زده‌کړو محرومې دي چې د خدای (ج) او رسول الله (ص) حکم دی.

بل پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي څو هېواد پر ځان بسیا او د سیالانو سیال شي.

دغه راز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما پر اسلامي امارت غږ کړی چې د نجونو پر ثانوي او لوړ زده‌کړو د دوی په وینا غیر عادلانه او زیانموونکی بندیز لرې کړي.

د بښنې نړۍوال سازمان زیاته ویلي، اسلامي امارت دې ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

له اسلامي امارت سره د اړیکو پياوړتیا

تېره اونۍ، اذربایجان په لومړي ځل په کابل کې خپل سفارت پرانیست، ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د سفیر په کچه د اسلامي امارت ډیپلوماټان هم یاد هېواد ته ولېږل شي.

دغه راز، اسلامي امارت احمد زمرک په مسکو کې د اسلامي امارت د پوځي اتشې په توګه معرفي کړ.

د افغانستان لپاره د ایټالیا ځانګړی استازی جان فرانکو پیتروزیلا او د دغه هېواد شارژدافیره نتالیا کانتیوالا د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په ليدنه کې ویلي چې غواړي په کابل کې د خپل سفارت فعالیتونه پراخ کړي.

د مرستو دوام

اروپايي ټولنه وايي، په غور، دایکنډي او بدخشان کې له اړو کسانو سره پنځه میلیون یورو مرسته کوي او سعودي عربستان د ۱۵ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ ټنه خُرما مرسته وکړه.

Visits: 110

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.