ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده

author avatar
18 Mar 2024 - 12:21
د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده
ارشیف
author avatar
18 Mar 2024 - 12:21

ګردېز (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): پکتیا کې یوه حکومتي سرچینه وايي، په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې له امله یې د خرلاڅیو دروازه هم تړل شوې ده.

د ډنډپټان ولسوالۍ په کمیسارۍ کې یوې سرچینې پژواک ته وویل چې له نن سهار راهیسې د خرلاڅیو دروازې سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وویل چې د همدې جګړې له امله د خرلاڅیو دروازه هم د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې ده.

ورته وخت کې د سیمې خلکو هم پژواک ته تاييد کړې چې په سیمه کې جګړه روانه ده او د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي.

بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمنه او د خوست د سپیرې ولسوالۍ په افغان‌دوبۍ سیمو کې د عامو وګړو پر کورونو بمبار کړی چې مرګ‌ژوبله هم لري.

Views: 475

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.