ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو

تېره اونۍ په افغانستان کې اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو

author avatar
29 Jul 2023 - 17:05
تېره اونۍ په افغانستان کې اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو
author avatar
29 Jul 2023 - 17:05

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): تېره اونۍ اصف دُراني له فریدون سینیرلي اوغلو سره د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې وکړې، مولوي عبدالکبیر بيا وويل، نړۍ له ا.ا سره له تعامل پرته بله لار نه ‌لري، بلخوا د م.م امنیت شورا ادعا وکړه چې القاعده په افغانستان کې ۴۰۰ وسله‌وال لري خو اسلامي امارت رد کړې ده.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • اصف دُراني له فریدون سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې کړې
  • مولوي عبدالکبیر: نړۍ له ا.ا سره له تعامل پرته بله لار نه ‌لري
  • امیري: نړۍ دې د افغان نجونو او ښځو ترڅنګ ودرېږي
  • د بشري حقونو څار سازمان: د افغانستان د وضعیت ارزونې رپوټ کې دې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي
  • سراج‌الدین حقاني: د نجونو زده‌کړو د «اختلافي» ستونزې پر معقول حل کار روان دی
  • د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د امریکا پراختیایي ادارې راپور رد کړ
  • امنیت شورا: القاعده په افغانستان کې ۴۰۰ وسله‌وال لري؛ مجاهد: القاعده افغانستان کې نشته

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.

د راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسله‌والو سرپل کې يو کس وژلی، پروان کې يوه مېرمن وژل شوې او په همدغه ولايت کې يو شپون په چاودنه کې ټپي شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی، اروزګان کې هم د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

تېره اونۍ، بادغيس کې يوه نجلۍ د ټوپک پر خطايي ډز وژل شوې، فارياب کې يوه کس خپل پلار او په همدغه ولايت کې يو بل کس خپله خور پر ډزو وژلي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له سرپرست حکومت سره تعامل او پر رسميت پېژندنه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دُراني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه يې خبرې کړې دي.

هغه زياته کړې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ښځو حقونو، بانکي محدویتونو، تړل شوو حسابونو او بشري بحران په اړه هم خبرې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د ټولو هېوادونو په ګټه دي او زياتوي: «زموږ مشوره هېوادونو ته دا ده چې له اسلامي امارت سره دې د سیاسي تعامل له لارې مخې ته لاړ شي او د رسمیت پېژندنې په چوکاټ کې دې خپلې غوښتنې وړاندې کړي چې دا ګټه هم لرلای شي.»

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې نړۍ له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لار نه‌ لري او اسلامي امارت هم له نړۍ سره د مثبت تعامل په لټه کې دی.

دغه راز، په پاکستان کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي چې له نړۍ سره د تعامل لپاره د اسلامي امارت یوه اړتیا ده. نوموړی وایي، نړۍواله ټولنه له اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې د خپلې تګلارې بدلون ته اړتیا لري.

د افغانستان په اړه د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره د امریکا ناسته

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي، د مرکزي اسیا پنځو هېوادونو «قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان» استازو سره د افغانستان په اړه ناسته کې ویلي: «د دغو هېوادونو له همکارانو سره مې له افغانانو سره د ګډ ملاتړ په تړاو خبرې وکړې. زه له دوی هر یوه د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد، او بشري اړتیاوو په ګډون د مهمو مسایلو په اړه د بامحتوا خبرو له امله مننه کوم.»

د ښځونو حقونه او د نجونو تعليم

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، په اسلام کې د ښځو حقونه خوندي دي او نړۍ باید د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي.

هغه ويلي: «متحده عربي اماراتو ته سفر او د البانیا، بنګله‌دېش، مراکش، سعودي عربستان، د اسلامي همکاریو سازمان او ټونس له استازو سره وروستۍ خبرې او تعاملات هیله‎‌بښونکې وې، دغو استازو وویل چې د ښځو حقونه په اسلام کې خوندي او د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دي.»

د بشر حقونو د څار سازمان کې د ښځو حقونو برخې مشرې حیدر بار وايي، د ملګرو ملتونو له خوا په خپلواکه ارزونه کې باید افغانستان کې بشري، په ځانګړې ډول د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو تل ویلي چې د نجونو او ښځو حقونو ته د شریعت په چوکاټ کې ژمن دی.

دغه راز، د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني وايي، د نجونو د تړلو ښوونځیو او پوهنتونو پرانیستل کېدو ته د یوې معقولې حل‌لارې پر موندلو کار روان دی.

دغه راز، ملا عبدالسلام ضعیف هم وايي چې د نړۍ په ګوټ کوټ کې د دین هیڅ عالم د نجونو له زده‌کړو سره مخالف نه دی.

د افغانستان په تړاو د بهرنيانو ناستې او لیدنې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د نږدې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی.

دغه راز، د قطر او امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزیرانو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر وروستیو حالاتو، په ځانګړې توګه له افغانانو سره پر بشري مرستو خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د قطر بهرنيو چارو وزیر د بريتانیا د بهرنيو چارو له وزیر جیمز کلورلي سره د افغانستان د وضعيت او له افغانانو د نړۍوالې ټولنې ملاتړ پر اهميت خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د افغانستان په تړاو د امریکا مثتبې هلې ځلې ستايي خو له واشنګټنه غواړي چې د خنډونو رامنځته کولو پر ځای له سرپرست حکومت سره د خبرو او ډیپلوماټیکو اړیکو لار غوره کړي.

د نړۍوالو ادارو ادعاوې او د حکومت غبرګونونه

په افغانستان کې د بشري مرستو مدیریت په اړه د امریکا متحده ایالتونو پراختیایي ادارې په سپارښتنه یوه چمتو شوي راپور کې ادعا شوې چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت له بې‌وزلو افغانانو سره نړۍوالو بشري مرستو ته د یوې عایداتي سرچینې په سترګه ګوري.

خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د امریکا پراختیایي ادارې راپور رد کړ، او وايي: «دغه ادعا له واقعیتونو سره په ټکر کې ده او په کلکه یې ردوو.»

سرچينه زياتوي، د افغانستان اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه نه یوازې دا چې نړۍوالو بشري مرستو ته لازمې اسانتیاوې چمتو کړې، بلکي په خپله هم له ټولو یو اړخیزو او غیرقانوني بندیزونو سره سره یې له خپلو کورنیو عوایدو هر کال د سلګونه زره اړمنو هېوادوالو لاسنیوی کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د تحلیل او څارنې ټیم په ۳۲م راپور کې راغلي چې القاعده افغانستان د یوې ايډیولوژیکې او لوژستيکي اډې په توګه کاروي، څو نوي جنګيالي جذب کړي او په بهر کې د خپلو عملیاتو وړتیا بیا ورغوي.

خو د اسلامي امارت وياند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د القاعده ډلې د شتون او فعالیتونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړ او ويې ویل چې د القاعدې شبکه اوس په افغانستان کې هيڅ ډول شتون نه لري، په دې اړه راپورونه ناسم دي.

مجاهد زياتوي، اسلامي امارت هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت پر ضد وکاروي.

Visits: 111

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.