منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:55 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

په ۳۷ کلونو کې د ماینونو له امله له ۴۵ زرو ډېر افغانان وژل شوي او ټپیان دي

· 1 دقیقه لوستل · 191 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴):د اروپایي اتحادیې کمیسیون وایي چې په تېرو ۳۷ کلونو کې ماینونو او د چاودېدونکو توکو پاتې شونو په افغانستان کې له ۴۵ زرو ډېر کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

دغه کمیسیون نن (دوشنبه) په خپاره کړي راپور کې لیکلي چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې تر اوسه پورې له ۴۵ زرو ډېر افغان ملکي وګړي د ماینونو او د چاودېدونکو توکو د پاتې شونو له امله وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي: «ډېری یې هغه ماشومان دي چې د توپ پسې منډې وهي یا مالداري کوي. ځینې نور یې لویان دي چې لرګي راټولوي، څارویو ته رسېدنه کوي یا هغو کورونو ته ستنېږي چې کلونه وړاندې ترې تښتېدلي وو.»

دې بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ له هڅو ملاتړ کوي، څو ټولنې وکولای شي ځمکې د کرنې، استوګنې او د ښوونځیو د جوړولو لپاره په ډاډه زړه وکاروي.

په راپور کې ویل شوي چې اروپایي اتحادیه د ماینونو او د چاودېدونکو توکو د خطرونو د پوهاوي لپاره بودجه برابروي او همدارنګه د ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره روغتیایي او بیارغونې ملاتړ هم چمتو کوي.