کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): تېره اونۍ، دوحه کې د افغانستان په اړه غونډې د خبرونو سرټکي جوړول، د شانګهای همکاریو سازمان باثباته افغانستان د سیمې په ګټه وباله او ځینو هېوادونو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړښت غوښتنه کوله خو ا.ا وایي، د حکومت څرنګوالی کورنۍ موضوع ده.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- مجاهد: دوحه کې د افغانستان دریځ ومنل شو، د هېوادونو ترمنځ پالیسو کې تفاوت ته دې د تقابل پر ځای د تفاهم لارې چارې ولټول شي.
- د دوحې درېیمې ناستې پای؛ ډيکارلو: نړۍ ته افغانان مهم دي، مرستې باید ورسره دوامداره شي.
- د شانګهای همکارۍ سازمان غړي: با ثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی.
- مجاهد: د ټولګډوني حکومت موضوع یوه کورنۍ موضوع ده، هېوادونه باید د هغو مسایلو په اړه خبرې وکړي چې له افغانستان سره یې اړیکو پورې اړه لري.
- د پاکستان دفاع وزیر د افغانستان په خاوره کې د بریدونو ګواښ کړی.
- د افغانستان دفاع وزارت: که هر څوک په هره پلمه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسوولیت به یې په خپله غاړه وي.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان وو.
ځايي چارواکي وايي، تېره اونۍ هلمند کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله یوې ماشومې ژوند له لاسه ورکړی او ورور یې ټپي شوی او لوګر کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله څلورو ماشومانو خپل ژوند بایللی او یو ځوان په کې ټپي شوی دی.
د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسلهوالو فراه کې یوه ښځه او خاوند یې وژلي، ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي او بامیانو کې هم په ورته پېښه کې يو تن وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته
د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د روانې چنګاښ مياشتې په لسمه او یوولسمه، د اسلامي امارت د ویاند ذبیحالله مجاهد په مشرۍ پلاوي او د شاوخوا دېرشو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د دې غونډې مشري د م.م د سرمنشي مرستیالې رزماري اېنډيکارلو کوله.
ذبیحالله مجاهد ویلی، دا غونډه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده، د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره ۲۴ نورې ناستې هم وشوې، په دې ناستو کې د افغانستان دریځ ومنل شو او اسلامي امارت به په ورته غونډو کې ګډون کوي.
هغه زیاته کړه، په یاده غونډه کې ګډونوالو ته د افغان پلاوي له لوري د خصوصي سکټور د پرمختګونو، د نشهیي توکو کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې په اړه معلومات وړاندې شول او اسلامي امارت په دواړو برخو کې دومره لویې لاسته راوړنې درلودې چې ګډونوالو یې فکر هم نه کاوه.
مجاهد وویل: «موږ نړۍ ته واضح کړه چې هغوی باید لومړی ټول بشري او انساني موضوعات چې مخامخ د افغانانو په روزمره ژوند پورې اړه لري، له سیاسي هغو جلا کړي او دا موضوعات د سیاسي فشار لپاره وسیله نه کړي.»
هغه زیاته کړې، يو شمېر هېوادونو خپلې ملاحظې او اندېښنې لرلې، له دوی سره د ښځو د حقونو په اړه هم خبرې وشوې، دا ورته واضح شوه چې د ښځو او بشري حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع ده او موږ په کور دننه دې موضوع ته د حل په لټه کې یو.»
دغه راز، ا.ا د دوحې په ناسته کې ویلي، د دولتونو ترمنځ پالیسیو کې تفاوت او بدلون یوه طبیعي چاره ده، د تقابل پرځای دې د تعامل او تفاهم لارې چارې ورته وکتل شي او د مثبت تعامل په تړاو د ا.ا اراده او نیت وجود لري.
د دوحې ناستې د لومړۍ ورځې له غونډې وروسته د ا.ا ویاند ویلي وو چې د غونډې عمومي فضا ډېره ښه وه او د م.م د سرمنشي مرستیالې هم ویلي چې دغه غونډه ډېره ګټوره پیل شوه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډيکارلو د دوحې ناستې له پای ته رسېدو وروسته وویل، دغه غونډه د ا.ا د رسمیت پېژندنې په معنا نه وه، دغه کار په غړو هېوادونو پورې اړه لري، خو نړۍ ته افغانان مهم دي چې باید بشري مرستې ورسره دوامداره شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په قطر کې خبریالانو ته وویل، د دوحې له ناستې وروسته یې د ښځو او نارینهوو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له اتو غړو او د ۱۵ هېوادونو له استازو سره ناسته کړې. د هغې په وینا، یادو مدني فعالانو ورسره د ښځو او لږکیو حقونه او ځیني نور مسایل مطرح کړل.
د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو ناسته
تېره اونۍ، د شانګهای د همکاریو سازمان دوه ورځنۍ کلنۍ غونډه د ۱۶هېوادونو (چین، روسیې، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، بلاروس، منګولیا، اذربایجان، قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې او ترکمنستان) د مشرانو او استازو په ګډون، د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې یو ځل بیا پر سولهییز افغانستان ټینګار وشو.
د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتین په یاده غونډه کې ویلي چې هېواد یې د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډلې د کار بیا پیلېدو د نظر ملاتړ کړی دی.
هغه زیاته کړې، دا چاره به په افغانستان کې د وضعیت له نورمال کېدو سره مرسته وکړي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد ویلي: «که د تماس ډله د دې لپاره جوړېږي چې له افغانستان سره اړیکه جوړه کړي او دغه اړیکې لا غوره حالت ته یوسي، په دې کې ستونزه نشته خو موږ باید بیا هم په کره توګه دغه سازمان ته د خپل بهرنیو چارو وزارت له لوري ځواب ولرو.»
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شانګهای په غونډه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره په ماناداره ډول ښکېله شي، خو یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې د افغانستان سرپرست حکومت باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو له خوا د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې په ورځ، جولای ۴ (چنګاښ ۱۴مه) د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزې کې په خپله وینا کې ویلي: «موږ په افغانستان کې سولې او یو ټولشموله حکومت ته اړتیا لرو چې بشري حقونو ته درناوی ولري او له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای وي. ټول هېوادونه باید یوموټي شي، څو افغانستان د ترهګرۍ پر ځاله بدل نه شي.»
خو اسلامي امارت په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو په تړاو په غبرګون کې ویلي: «د ټولګډوني حکومت موضوع یوه کورنۍ موضوع ده، افغانان په هر حالت کې خپلو ملي ګټو ته په پام سره پرېکړه کوي. ګاونډي هېوادونه او لرې او نږدې هېوادونه باید د هغو مسایلو په اړه خبرې وکړي چې له افغانستان سره یې اړیکو پورې اړه لري.»
د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره د بریدونو ګواښ او د افغانستان غبرګون
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له بيبيسي سره خبرو کې ویلی، له ترهګرۍ سره د مبارزې په ترڅ کې به د نوو پوځي عملیاتو یوې برخې په توګه پاکستان د افغانستان پر ضد هم بریدونو ته دوام ورکړي.
د ده په وینا، د هوايي بریدونو هدف هغه ډلې دي چې پاکستان پرې پر خپلو پوځیانو او ملکي خلکو د بریدونو تور پورې کوي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «د افغانستان د ملي حاکميت د نقض د احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده چې د هیچا په ګټه نه ده.»
سرچينې ویلی: «د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت په ډاګه کوي، که هر څوک په هره بهانه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسوولیت به یې په خپله غاړه وي.»
د بشري مرستو دوام
تېره اونۍ جاپان وویل چې له افغان کروندګرو سره د مرستې لپاره لس میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي او اروپایي ټولنې وویل چې له افغانستان سره یې د ۹۸ ټنه طبي تجهیزاتو مرسته وکړه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن