کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): په کابل کې د جاپان سفارت وايي چې هېواد یې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې لس میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي.
په کابل کې د جاپان سفارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه هېواد یاده اندازه مرسته له نشهیي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) په همکارۍ کوي.
سرچینې زیاته کړې، دوی د کوکنارو پخوانیو کروندګرو لپاره د بدیل معیشت د یقیني کولو او په بدخشان، هلمند او کندهار کې د ډېرو زیانمنونکو ټولنو لپاره د نشهیي توکو کارولو د مخنیوي، درملنې، بیارغونې، او بیا یوځای کولو خدماتو د چمتو کولو لپاره مرسته کوي.
سرچینې زیاتوي: «موږ به د نشهيي توکو پر وړاندې د افغان ولس د مبارزې ملاتړ ته دوام ورکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په وار وار د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو غوښتي، څو له افغان کروندګرو سره د نشهیي توکو د بدیل معیشت برخه کې مرسته وکړي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن