Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان وو

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): تېره اونۍ، تورخم کې نښتو مرګ‌ژوبله واړوله او هلته د پژواک د خبریال په ګډون دوه افغان خبریالان هم ټپیان شول او اوچا، جاپان او ډنمارک له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۶۲ میليون ډالر ځانګړي کړل.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • تېره اونۍ تورخم کې نښتو مرګ‌ژوبله واړوله.
  • ټرمپ ادعا وکړه چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر د برید عامل نیول شوی دی.
  • فطرت: پاکستان کې د داعش اړوند کس نیول‌کېدل ښيي چې د داعش پټنځایونه پاکستان کې دي.
  • راپورونه: ټاکل شوې د یوناما ماموریت د تمدید پر احتمال خبرې وشي؛ ا.ا: افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه و.
  • مولوي عبدالکبیر کوربه هېوادونو ته: د کډوالو جبري ایستلو پر ځای منظم میکانیزم عملي کړئ.
  • اوچا، جاپان او ډنمارک له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۶۲ میليون امریکايي ډالر ځانګړي کړي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له‌ امله څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپيان وو.

تېره اونۍ، افغان چارواکو ویلي وو چې د ننګرهار مومند درې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ دوه ځله نښتې شوې دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ چې لومړۍ نښته شوې وه، ویلي: «په دغې نښته کې یو مجاهد شهید شوی او دوه تنه ټپيان لرو.»

دغه راز، د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر ويلي وو چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستاني ځواکونو ډزو کې د دوو خبریالانو په ګډون، اته کسان ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، کاپيسا کې ناپېژانده کسانو یو ۱۵ کلن سلمان په ډزو وژلی، بامیانو کې د دوو کورنيو په خپل‌منځۍ شخړه کې یو کس وژل شوی او جوزجان کې له تېرو جګړو پاتې د یوه لاسي بم چاودنه کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي و.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو نښتې

پاکستان له تېرو ۱۶ ورځو راهيسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده او دواړو خواوو ته یې ناروغانو، مسافرو او سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي.

افغان چارواکو ویلي چې تېره اونۍ دوشنبې پاکستاني لوري پر افغان ځواکونو برید وکړ او افغان ځواکونه هم اړ شول چې ځواب ورکړي. له هغې وروسته څو ځله په یاده سیمه کې وقفه‌یي نښتې شوې دي.

امنيي چارواکي وايي، د پاکستاني لوري په ډزو کې یو «مجاهد شهید» او د دوو خبريالانو په ګډون لس کسان ټپيان شوي دي. هغوی وایي چې پاکستاني لوري ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه راز، چارواکو ویلي چې د تورخم له ښارګوټي شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د کابل هوايي ډګر برید د عامل نیول کېدل او په اړه یې د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د استازو جرګې او سنا مجلس غړو ته د وینا پر مهال ویلي وو چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر د خونړي بريد اصلي مسوول نیول شوی دی.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته د پاکستان له حکومته مننه کړې چې په بريد کې د ښکېل کس په نیولو کې یې له امریکا سره مرسته کړې ده.

خو د اسلامي امارت ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت په یوه غږیز کلېپ کې ویلي: «دا د داعش مربوط یوه پېښه وه چې هغه وخت داعش دا برید ترسره کړی و، د دې پېښې په تړاو په پاکستان هېواد کې د دې ډلې د یوه کس نیول کېدل، دا په خپله د دې پخلی کوي چې په دغه جغرافیه او دغه خاوره کې داعش پټنځایونه او روزنیزې اډې لري.»

ده ویلي چې د یاد کس نیول کېدل، دا هم ثابتوي چې داعش نور په افغانستان کې ځای نه لري.

‎د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۰ کال د وږي په څلورمه د کابل هوایي ډګر په دروازه کې برید وشو چې د ۱۳ امریکايي پوځيانو په ګډون شاوخوا۱۷۰ کسان په کې ووژل شول او د ۱۵ امریکايي پوځيانو په ګډون تر ۱۵۰ ډېر نور ټپيان وو. د یاد بريد مسووليت داعش پر غاړه اخيستی و.

د یوناما د ماموریت دوام او په اړه یې د ا.ا غبرګون

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه د افغانستان په اړه ناسته وکړي او په دې غونډه کې به د یوناما د ماموریت د تمدید پر احتمال هم خبرې وشي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه و او دغه بنسټ تل هڅه کړې چې د افغانستان په اړه منفي راپورونه وړاندې کړي.

هغه ویلي: «د دوی [یوناما] له ادرسه د افغانستان په اړه منفي راپورونه ورکړل شوي او له بده مرغه هغه ناسم ذهنیت چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه شتون لري، هغه هم د غلطو او ناسمو معلوماتو پر بنسټ د هغوی له چینله رامنځته شوی دی.»

ده دغه‌راز زیاته کړې: «په افغانستان کې د پرمختګ او لاسته‌راوړنو او امنیت او ثبات مواردو او د افغانستان خلکو ته د ارامتیا تامینولو مواردو ته د یوناما پام نه دی، بلکې تل یې هڅه کړې چې منفي موارد پیدا کړي، کوچني موارد لوی کړي او افغانستان ناامنه وښيي او یوه اندېښنه رامنځته کړي.‎»

مجاهد څرګنده کړې چې د یوناما راپورونه د افغانستان او ملګرو ملتونو په ګټه نه وو.

افغان کډوال

تېره اونۍ، د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېګدلي او د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره په جلا جلا ناستو کې ويلي، اسلامي امارت افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوي خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای یو منظم میکانیزم عملي کړي.

هغه ویلي، ایران او پاکستان د افغانستان دوست او مسلمان ګاونډي هېوادونه دي چې له همدې امله ګڼ مشترکات لري، له کلونو یې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه‌توب کړی، اسلامي امارت یې منندوی دی او له کوربه هېوادونو هیله ده چې د کډوالو په اړه له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې: «په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر شوی، موږ له کوربه هېوادونو غواړو چې د کډوالو نړۍوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.»

په ورته مهال، تېره اونۍ، ۵۹ افغانان چې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي وو، د هغه هېواد له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شول.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د بېړنیو بشري مرستو رسولو لپاره ۴۸.۵ میلیون امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي.

دغه راز، تېره اونۍ جاپان ویلي چې له افغانستان سره یې د مرستې په موخه اووه میليون امریکايي ډالر او ډنمارک ويلي چې له افغانستان سره یې د مرستې لپاره ۶.۹ میلیون امریکايي ډالر ځانګړي دي.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش په یوه وینا کې د بودجې د کمېدو د پایلو په اړه خبرې کړې او ویلي یې و: «په افغانستان کې ښایي څه باندې نهه میلیونه کسان روغتیايي او خوندېتوب خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي؛ ځکه د سلګونه ګرځنده روغتیایي ټیمونو او نورو حیاتي پروګرامونو فعالیتونه به وځنډیږي.»

دغه راز، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي وو، د اټکل له مخې په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به افغانستان کې د ۱۲ میلیونه ماشوماتو په ګډون ۲۲،۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

تېره اونۍ، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا باربوک هم په یوه خبري ناسته کې ویلي وو، تر کومه چې امکان ولري، له افغانانو سره به بشري او نورې مرستې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.