Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوچا: له افغانستان سره د مرستې لپاره ۴۸.۵ میلیون ډالر ځانګړي شوي

کابل (پژواک، د ۸ حوت ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د بېړنیو بشري مرستو رسولو لپاره ۴۸.۵ میلیون امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر تېره شپه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه اندازه مرسته به افغانستان کې اړمنو ته د لومړنیو مرستو په رسولو کې ولګول شي.

دغه بسنټ زیاته کړې چې د دې مرستې ۱۹ میلیون ډالر د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون مرکزي صندوق (CERF) او ۲۹.۵ میلیون نور یې د افغانستان د بشري مرستو صندوق (AHF) له لوري تامین شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تېرې مرغومي میاشتې په ۱۹مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هغمږي‌کوونکي دفتر (اوچا) ویلي و چې روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به ۵،۸ میلیون افغانان بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.