Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یونیسف: روان زېږدیز کال به افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د اټکل له مخې په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به افغانستان کي د ۱۲ میلیونه ماشوماتو په ګډون ۲۲،۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي: «په ۲۰۲۵ کال کې اټکل کېږي چې ۲۲،۹ میلیون خلک چې ۱۲ میلیون ماشومان هم په کې شامل دي په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.»

د یونیسف په راپور کې راغلي چې د اقلیم بدلون او طبیعي پېښو افغانستان کې بشري بحرانونه لا پسې زیات کړي او د خلکو د ژوند شرایط یې نور هم سخت کړي دي.

د یاد بنسټ راپور کې دا هم ویل شوي چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدل بشري مرستو ته اړتیا ډېره کړې.

یونیسف نه دي ویلي چې له یاد شېمر کسانو سره د مرستې لپاره څومره بوديجې ته اړتیا ده.

دا په اسې حال ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر اوچا هم تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.