کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۳): د کډوالو چارو وزارت سرپرست وايي، اسلامي امارت افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوي خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای یو منظم میکانیزم عملي کړي.
د کډوالو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېګدلي او د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره په جلا جلا ناستو کې کړې دي.
مولوي عبدالکبیر وویل، ایران او پاکستان د افغانستان دوست او مسلمان ګاونډي هېوادونه دي چې له همدې امله ګڼ مشترکات لري، له کلونو یې د میلیونونو افغان کډوالو کوربهتوب کړی، اسلامي امارت یې منندوی دی او له کوربه هېوادونو هیله ده چې د کډوالو په اړه له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.
دی وايي: «په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر شوی، موږ له کوربه هېوادونو غواړو چې د کډوالو نړۍوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.»
دی زیاتوي، اسلامي امارت د خپل اقتصادمحوره سیاست له مخې د سیمې ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو ته ژمن دی او هېچا ته د ستونزو جوړولو نیت نهلري، بلکې د سیمې له هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا غواړي.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوي خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای د یو منظم او تدریجي میکانیزم له مخې عمل وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې د جون میاشتې تر پایه له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو ایستل ستونزمن دي؛ ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډ وخت کې راټول کړي.
نوموړي له کوربه هېوادونو وغوښتل چې د ګډو میکانیزمونو پر اساس دې افغان کډوالو ته وخت ورکړل شي چې په دې برخه کې دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې اړینې دي.
مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جزوي ستونز حل لپاره دې د خبرو لاره غوره شي، د تورخم بندول، جګړه او تاوتریخوالی یې حللاره نه ده، په تورخم کې دې له تخریبي عمل ډډه وشي، د تورخم دواړو غاړو ته زرګونه مسافر، ناروغان، جنازې او د سوداګرو مالونه بند پاتې دي نو په دې اړه دې جدي اقدام وشي څو دواړو لورو ته ډېر زیان ونه رسېږي.
کابل کې د پاکستان سفیر مولوي عبدالکبیر ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت غوښتنې به په رسمي ډول له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي.
هغه وویل، د پاکستان راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی، له همدې امله له افغان کډوالو د سیاسي ابزارو په توګه ګټه نه اخلي، بلکې غواړي چې هره ستونزه د تفاهم له لارې حل شي.
کابل کې د ایران سفیر وویل، ایران له قانوني کډوالو سره د همکارۍ هڅې کوي خو د ناقانونه کډوالو ستونزې ته باید دایمي حل لارې پیدا شي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان او ایران ښو اړیکو ته په کتو اړینه ده چې دواړه هېوادونه په ګډه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.
دی زیاتوي: «موږ غواړو چې په ایران کې مېشت ناقانونه کډوالو ته د اړتیاوړ قانوني اسناد ورکړل شي.
بېګدلي د انساني قاچاق د مخنیوي برخه کې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا لامل شي.
د یادودنې ده، د اسلامي امارت مشرتابه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې مرغومۍ میاشتې په ۲مه د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه فرمان ورکړ او د کورنیو چارو وزارت ته یې دنده سپارلې چې قاچاقکوونکي ونیسي او د سزا ورکولو لپاره یې نظامي محکمو ته ور وپېژني.
په دې ناسته کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د یو شمېر اقداماتو د پیل ژمنې وشوې او دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د کډوالو مسئله باید له سیاسي مسایلو جلا وساتل شي او د حل لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP