ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۱ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو

تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۱ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو

author avatar
8 Apr 2023 - 14:22
تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۱ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو
author avatar
8 Apr 2023 - 14:22

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): تېره اونۍ په افغانستان کې د م.م دفترونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز له غبرګونونو سره مخ شو، ا.ا له روسیې سره د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا وښوده او جاپان له افغانستان سره پنځه میلیون ډالره مرسته وکړه.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.
  • د ډله‌ییز امنیت تړون له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښمن دی، خو ا.ا.ا یې بې‌ځایه بولي.
  • متقي: افغانستان لېوال دی چې له روسیې سره اړیکې پراخې کړي.
  • جاپان له افغانستان سره پنځه میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۲۱ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

ځایي مسوولین وایي، امنيتي ځواکونو په بلخ کې شپږ، هرات کې دوه او پروان کې د داعش یو کس وژلي او درې ښځې او اووه ماشومان یې له هغه کوره له ځان سره بېولي چې عملیات پرې شوي وو.

د راپورونو له مخې، په پنجشېر کې د اسلامي امارت کسانو ترمنځ د ناسم پوهاوي په پایله کې د شوو ډزو له امله د مرافعه محکمې د رییس په ګډون دوه کسان ټپیان شوي دي.

راپورونه ښيي، په سرپل کې نامعلومو کسانو دوه ماشومان د لرګي او ډبرو په ګوزارونو وژلي او په همدغه ولایت کې د يوې ښځې مړی موندل شوی، په پروان کې يو کس د چاقو په وسیله وژل شوی، په کندهار کې یوه ځوان خپل پلار په ډزو وژلی او په همدغه ولايت کې پر نشه‌یي توکو یوه روږدي خپله مېرمن وژلې ده.

د راپورونو له مخې، په میدان وردګو کې د راکټ زړې مرمۍ چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی، نامعلومو وسله‌والو په باميانو کې يو کس وژلی او په بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې درې کسان وژل شوي وو.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

 افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ښځو پر کار بنديز

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) تېره اونۍ وروسته له هغه په افغانستان کې خپلو کارکونکو ته وویل چې تر بل امر پورې دې خپلو دندو ته نه ځي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د افغان کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه.

سرچينې ویلي، دا پرېکړه د نړۍوالو قوانینو پر اساس غیرقانوني او دوی ته د منلو وړ نه ده؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په دې اړه د سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو سره پر خبرو بوخته ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، که په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې افغان ښځو ته د کار اجازه ورنه کړل شي، نو اړو خلکو ته به د مرستو رسولو چارې کمزورې شي.

د ماشومانو خوندیتوب ادارې، د ناروې کډوالو شورا او د ډنمارک کډوالو شورا نړۍوالو بنسټونو له اسلامي امارته غوښتي چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز دې لرې کړي.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، په کابل کې د جاپان سفارت او د افغانستان لپاره د جرمني سفارت یاده پرېکړه غندلې او د افغانانانو په زیان یې بللې ده.

دغه‌راز، د بښنې نړۍوال سازمان، بې‌پولې ډاکټرانو، د ناروې د بهرنیو چارو وزیر، په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازي او ځینو نورو ویلي چې د اسلامي امارت دغه تازه پرېکړه به له افغانستان سره د نړۍ پر تعامل منفي اغېز وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په انقره کې له خپل روسي سیال سره د لېدنې پر مهال د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. مولود چاووش اوغلو له دې لېدنې وروسته په خبري غونډه کې د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي امارت پر چلند نیوکه کړې او دا یې نه منونکی چلند بللی دی.

د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې ده. دغه غونډه وروسته له هغه د جاپان او متحده عربي اماراتو په غوښتنه راوبلل شوه چې ملګرو ملتونو وویل، په افغانستان کې د دغه سازمان په اړوندو ادارو کې د ښځو د فعالیت مخنیوی شوی دی. تر اوسه لا د غونډې جزییات او پایلې نه دي خپاره شوي.

له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه د «سي‌اېس‌ټي‌او» اندېښنه  

د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت تړون یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، د ډله‌ییز امنیت تړون کې د دوی متحدو هېوادونو ته د «افراطي افکارو او تروریستي ډلو» د نفوذ خطر وجود لري.

دوی ادعا کړې چې پر تروریستي ډلو سربېره، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو قاچاقبران هم اوس‌مهال د ودې په حال کې دي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، داعش ډله د افغانستان په هیڅ سیمه کې فزیکي حضور نه لري، خو ځيني هېوادونه غواړي داعش ډېر لوی خطر وښيي او بیا ترې د خلکو او نظام پر وړاندې تبلیغاتي ګټه پورته کړي.

له روسيې سره د اړيکو پراختيا ته لېوالتيا

تېره اونۍ، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر ډیمیټري ژیرنوف سره په ليدنه کې ويلي چې اوس په افغانستان کې جدي امنیتي ګواښ نشته او اسلامي امارت لېوال دی چې له روسیې سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیې په بلخ کې خپل قونسلي خدمات پیل کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یو ځل بیا له سرپرست حکومت سره د نړۍ تعامل په ګټه بللی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې پر اسلامي امارت د فشار راوستو پر ځای د تعامل لار خپله کړي.

د راپورونو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د چین، ازبکستان، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، روسیې، هند، ترکیې، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان سفارتونه فعال دي.

د مرستو دوام

جاپان له افغانستان سره پنځه میلیون امریکایي ډالر او سعودي له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه خرما مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر وايي، د روان زېږدیز کال لپاره یې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۴.۶ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې پنځه سلنه ترلاسه کړې او د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، افغانستان په ۲۵ کلونو کې د قحطۍ تر ټولو لوړ خطر سره مخ دی.

Visits: 181

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.